د افغانستان د ښځینه فوټسال لوبډلو د مقدماتي سیالیو په لړ کې پرون چهارشنبه یوه سیالۍ ترسره شوه او په یاده سیالۍ کې کابل کلب ۳ـ۱ پر وړاندې د اشیانې لوبډلې ته ماته ورکړه.
په دغو سیالیو کې نن پنجشنبه د «اینده سازان لوبډله» د اشیانه او د «توانه لوبډله» د عدالت لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د افغانستان د فوټسال فدراسیون د مطبوعاتو د برخې امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې د سې شنبې ورځې راهیسې په کابل کې پیل شوي، پهکې اته لوبډلې ګډون لري او هدفيې د افغانستان په ښځینه فوټسال غورهلیګ کې له پلازمېنې څخه د پياوړي استازي غوره کول دي.