د نړۍ یو شمېر معتبرو رسنیو په کابل کې د سخت دريځو حملو ته کتلي دي.
- نیويارک ټايمز
نیويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي، له دغو حملو څخه یوه په شهر نو سیمه کې د اسيا پرمختيايي بانک ته نږدې وشوه چې په افغانستان کې د پروژو تر ټولو مهم تمويلوونکې اداره ده.
ورځپاڼې د دغه بانک د یوه کارکوونکي سيد علم مسعود له قوله ليکلي چې د حملې پر مهاليې د همکارانو حال نهدرلود او وارخطا وو.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير په وينا، اتو ځانمرګو بريدګرو د کابل ښار په ډلهیيزو حملو کې لاس درلود.
نيويارک ټايمز په دشت برچي سيمه کې حملې ته په اشارې لیکلي، د دې سیمې اوسېدونکي چې ډېری یې شيعه مذهبي دي، دې پېښې ډېر اندېښمن کړي دي.
په تېرو درېيو اوونيو کې په همدې سيمه کې د نفوس د احوالو د ثبت پر مراکزو په حملو کې ۶۵ کسان وژل شوي.
د افغانستان محاصره شوی حکومت، اوس له طالبانو او سخت دريځو سره مخامخ دی.
- ډېلي ټلګراف
بریتانيايي ورځپاڼې ډېلي ټلګراف د چهارشنبې ډلهیيزو حملو ته پام کړی دی او لیکلي يې دي، کابل په تېرو څو ورځو کې د خونړيو حملو شاهد و چې پهکې ډېری کسان ووژل شول او ټپيان شول.
د ورځپاڼې په وينا، د افغانستان محاصره شوی حکومت اوس د طالبانو پر تهديد سربېره، د سخت دريځو چې له داعش ډلې سرهیې بيعت کړی، مخامخ دی.
ډېلي ټلګراف لیکلي:
له داعش ډلې سره اړوندو سخت دريځو نن سبا پر پلازمېنه او طالبانو پر لیرې پرتو سيمو تمرکز کړی دی.
ورځپاڼې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د عمومي سرپلټونکي جان سوپکو د تېرې اوونۍ څرګندونې هم يادې کړي چې وايي:
د افغانستان له هرو اوو ولسوالیو څخه يوهيې د سخت دريځو تر نفوذ يا کنټرول لاندې ده.
- سټارز اېنډ سټرایپس
سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې هم د کابل د چهارشنبې ورځې ډلهييزو حملو په اړه ليکلي چې يوه پېښه د امريکا سفارت او ناټو مأموريت دفتر ته نږدې وشوه.
د ورځپاڼې په وينا د افغانستان پلازمېنه چې يو وخت ښايي، د دې هېواد تر ټولو باامنه ښار و، نن سبا په يو داسې ښار بدل شوی چې ډېر مرګونه پهکې کېږي.
سټارز اېنډ سټرایپس همداراز ليکلي چې د لوېديځ ملاتړ لرونکی افغان حکومت د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو تر بريدونو لاندې وو، خو له څه مودې راهيسې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزونه چې غیر نظاميان پهکې وي، هم تر حملو لاندې راغلي.
د دشت برچي د حملې مسؤليت داعش او د شهر نو بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخیستی.