د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون څخه خوښي ښيي.
که څه هم دا کمېسیون د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په اړه اندېښمنه هم ده خو وايي چې تر دې مهاله څه باندې پنځه لکه او شپېته زرو کسانو د رأی ورکونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.
د دغه کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي د جمعې په ورځ په دغه بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د خوښۍ په ښودلو سره ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون به په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
ښاغلی دولتي وايي:
"تر پنجشبنې ورځې پورې د رأی ورکونې په مرکزونو کې پنځه لکه اووه شپیته زره او اووه سوه اویا تنو نوم لیکنه کړې ده چې دا د دې ښودنه کوي چې ورځ تر بلې د خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې زموږ لپاره د خوښۍ خبره ده، په لومړۍ مرحله کې چې موږ د کومو مرکزونو نوملړ چمتو کړی و، زیاتره یې له نیکهمرغه خلاص دي."
د نوموړي په خبره د ټولو هغو مرکزونو له ډلې چې د انتخاباتو کمېسیون لهخوا په لومړۍ مرحله کې نوملړ چمتو شوی، يوازې۷۰ یې د ناامنیو له امله تړلي پاتې.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر ۱۴ ورځې مخکې د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوه.
د انتخاباتو کمېسیون پهداسې حال کې د رأی ورکونې لپاره د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه خوښي ښيي چې د پلازمېنې کابل په ګډون، غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار کې د نوملیکنې په مرکزونو ځانمرګي بریدونه شوي چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
لهدې وړاندې امنیتي بنسټونو ویلي و چې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره یې لازم تدابیر په پام کې نیولي دي.
بلخوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوبزاده وايي، په انتخاباتو کې د رأی ورکونې لپاره د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره د ټاکنو کمېسیون په چارو کې کوم بدلون نه ليدل کېږي.
دی وايي:
"دا چې پهدې برخه کې دې کمېسیون تر دې مهال څه کړي، نهدي معلوم او زه ډاډه چې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم نهدي زیات شوي، بلکه دا د خلکو او مدني ټولنو هڅونه وه چې په کابل، کندز او خوست کې د امنیتي ننګونو سره-سره خلکو نوملیکنه وکړه او په شمېر یې زیاتوالی راغی."
ښاغلی ایوبزاده وايي، د انتخاباتو کمېسیون ته پهکار ده چې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات او د مدني ټولنو او څار بنسټونو سره په ګډه په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره هڅې وکړي.
راپور: واصل وصال