د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې د ترورېستانو پر ځالو څه باندې ۱۱۰۰ بمونه غورځولي دي.
وروسته له هغې چې د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو په مرکزونو د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د څه باندې ۱۱۰۰ بمونو د غورځولو اعلان وکړ، د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په دغو هوايي بمباریو کې وسلهوالو مخالفینو ته د سر او مال درانه زیانونه رسېدلي دي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي رادیو ته وویل، دغه هوايي بریدونه له افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې شوي دي.
محمد رادمنش زیاته کړه:
"موږ په هغو سیمو کې چې د افغانستان د خلکو دښمنانو په سمڅو کې ځانونو ته مواضع جوړې کړي او د مخدره موادو او ماین جوړولو فابریکې جوړوي، موږ توانېدلي یو چې د دغو مواضعو او فابریکو د لهمنځه وړلو لپاره، له امریکايي ځواکونو سره په بشپړې هغمږۍ کې دغه مواضع او د هغوی لارښوونکي په نښه کړو او دغه کار ښې اغېزې کړې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو مشرتابه ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې يې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو پر مرکزونو ۱۱۸۶ بمونه غورځولي دي.
په دې اړه په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د دغو بمونو شمېره د نورو کلونو په پرتله زیاته ده.
امریکا ۳ میاشتو کې د مخالفینو پر مرکزونو ۱۱۸۶ بمونه غورځولي.
د امریکا دفاع وزارت دا نهدي ویلي چې په دغو هوايي حملو کې څومره وسلهوال مخالفین وژل شوي، خو ویلي دي چې په دغو بمباریو کي د ملکي خلکو ژوند ته زیاته پاملرنه شوې ده.
پخوا تر دې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر میلادي کال کې رسنیو ته ویلي و چې د ۲۰۱۷ میلادي د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد ۷۵۱ هوايي بریدونه شوي چې دا په تېرو اتو کلونو کې د بمباریو تر ټولو لوړه کچه وه.
بلخوا ځیني افغان کارپوهان وايي، بهرني ځواکونه تر ډېره ځایه له افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته پر ځینو سیمو بمبارۍ کوي چې ملکي خلکو ته پهکې د سر او مال زیانونه اوړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې کابل خان تدبیر ازادي راډیو ته وویل:
"په افغانستان کې په ودونو، ملکي موټرو او داسې نورو ځایونو بمبارۍ وشوې او دا هغه لاملونه دي چې د خلکو او دولت ترمنځیې واټن رامنځته کړی دی."
ښاغلی تدبیر ټینګار کوي چې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې هوايي حملې باید د افغان او بهرنیو ځواکونو د بشپړې همغږۍ او کره اطلاعاتو له مخې داسې تنظیم شي چې ښوونځيو، روغتونونو، د خلکو کورونو، جوماتونو او داسې نورو عامهالمنعفه تأسیساتو ته پهکې زیان ونهرسېږي.
د دفاع وزارت وايي، هڅې تېزې شوي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ملکي کسانو ته زیان ونهرسېږي.
راپور: خان محمد سیند