د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه ردوي چې ګواکې، د افغان ځواکونو پرمختللي تجهیزات، د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو د کمانډو د قول اردو مسؤلین، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ردوي او وايي، وسلهوالو طالبانو د افغان ځواکونو تجهیزاتو ته ورته تجهیزات له نورو منابعو ترلاسه کړي دي.
د دغې قول اردو د عامه اړیکو مسؤل ډګرمن عبدالقیوم نورستاني، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۴» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا چې طالبانو تجهیزات له هر ځایه ترلاسه کړي دا د هغوی کار دی، خو زه باید ووایم چې زموږ ټول تجهیزات له موږ سره دي، نه د دښمن لاس ته ورغلي او نه چا په غنیمت نیولي دي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ځیني پرمختللي تجهیزات، د وسلهوالو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
نورستاني: طالبانو ورته وسلې له نورو منابعو تر لاسه کړي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې له دې امله د طالبانو د شپې عملیات او د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي دي.
په ورځپاڼه کې د امریکايي چارواکي له خولې دا هم ویل شوي چې وسلهوال طالبان د شپې په عملیاتو کې د شپې له دوربینونو څخه کار اخلي.
ورځپاڼې لیکلي چې دغه کار امریکايي چارواکي اندېښمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د طالبانو له قوله ویلي چې دغه ډله د ضرورت وړ وسلې، له افغان پوځیانو نه په غیر قانوني توګه پېري.
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون هم پر دغه کار اندېښنه ښيي او وايي چې دغه موضوعیې له افغان امنیتي او دفاعي مسؤلینو سره شریکه کړې ده.
هاشمي: استخباراتي ادارې باید د دې کار مخه ونیسي.
د دغه کمېسیون غړې شکیبا هاشمي په دې اړه وايي:
"دلته دوه موضوعګانې دي، یو هغه کسان چې ژمن نهدي دغه کارتهیې لاس وروړی او بله دا چې ډېری خلک له پولې راځي او د امنیتي ځواکونو، پولیسو، د اردو په لیکو او استخباراتي ادارو کې شامل شوي او دندهیې دا ده چې وسلې څنګه ترلاسه کړي، په دې برخه کې باید د افغانستان استخبارات جدي وي."
د دغه کمېسیون ځیني نور غړي تأکید کوي چې دغه ستونزه شته او هغه کسان چې پر طالبانو تجهیزات خرڅوي باید وپېژندل شي او مجازات شي چې په راتلونکي کې دغهشان عمل تکرار نهشي.
خو د دفاع وزارت تل دا شان ادعاګانې رد کړي او ویلي یې دي چې دغه تجهیزات د ګاونډیو هېوادونو لهخوا طالبانو ته ورکول کېږي
راپور: خان محمد سیند