د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د امریکا او پاکستان د پوځي چارواکو پر ټلیفونې خبرو د سیاټل ټایمز تبصره


سیاټل ټایمز ورځپاڼې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال جوزیف ووټل او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ترمنځ پر وروستیو ټلیفوني خبرو راپور خپور کړی او د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې په قول یې ویلي، جنرال ووټل د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته ډاډ ورکړی چې امریکا به په پاکستان کې په یو اړخیزه توګه پر اهدافو بریدونه ونه کړي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې په دې خبرو اترو کې جنرال ووټل د پاکستاني لورې ته یو ځل بیا د واشنګټن هغه اندېښنه یاده کړې چې افغان طالبان د پاکستان خاوره په افغانستان کې د بریدونو لپاره کاروي.

ورځپاڼې دا خبرې د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اصف غفور په حواله کړي او زیاته کړې یې ده چې نوموړي د امریکا او پاکستان د لوړو پوړو پوځي جنرالانو تر منځ د شویو ټلیفوني خبرو دقیق وخت ونه ښوده خو ویې ویل چې داخبرې ددې اوونۍ په لومړیو کې شوي دي.

سیاټل ټایمز وايي، د امریکا او پاکستان لوړ پوړي پوځي جنرالان وروسته له هغې خپلو کې ټلیفوني خبري کوي چې امریکا د پاکستان سره خپلې میلیونونه ډالر پوځي مرستې له دې کبله وځنډولې چې دا هېواد یې د هغو وسله والو طالبانو پر ضد په مؤثرو اقداماتو کې پاتی راغلی وباله چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې جنرال باجوه په دې ټلیفوني خبرو کې امریکايي جنرال جوزیف ووټل ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د پاکستان په خاوره کې د افغانانو د فعالیتونو په اړه د امریکا په اندېښنو پوهېږي او لا دمخه پر خپله خاوره د وسله والو ډلو پر ضد څو عملیات پیل کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د هغې ویډیو په اړه چې په دې وروستیو کې پر یوټیوب خپره شوې او په کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو یو سرتېری ښکاري چې په افغانستان کې د یوې ملکي لارې پر هنداره د ټوپک ډز کوي لیکنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، ددې ویډیو له خپرېدو وروسته داسې ګومان کېږي چې ښايي د ځانګړو امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د دوی لپاره له ټاکلې کړنلارې سرغړاوی کړي وي او د امریکا پوځ له همدې کبله څېړنه پیل کړي.

د خپرې شوې ویډیو په یوه برخه کې ښکاري چې یو امریکايي سرتېری له نېږدې واټن څخه د یوې ملکي لارې د ډرایور پر هنداره د یوې وسلې ډز کوي هنداره ماتېږي خو دا نه څرګندېږي چې لارۍ چلونکی ټپي شوی کنه.

دا هم نه ده څرګنده چې سرتېری ولې داسې کوي.

نیویارک ټایمز وايي، دا ویډیو چې اوس له یوټیوب نه لېرې شوې، یوې کمپنۍ چې پوځي یونیفورم پلوري د بازار موندنې د تبلیغاتو لپاره خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې د مشر جنرال جوزیف ووټل له خولې ویلي، خپره شوې ویډیو چې شا او خو څلوېښت بېلابېل کلېپونه په کې راټول شوی، نه رسمي ویډیو ده، نه اجازه ورکړل شوې او نه هم د امریکايي سرتېرو مسلکيتوب ښيي.

نیویارک ټایمز وايي، په ویډیو کې هغه وسله چې ډز ترې کېږي، د یوې ایټالیوي کمپنۍ له خوا جوړ شوی تکتیکي ټوپک دی چې پولیس او ‎پوځیان یې په ځینو مواردو کې د چاپو پر مهال د دروازو ماتولو لپاره کاروي.

ورځپاڼې د یو امریکايي سرتېري له خولې چې له پېښې خبر دی او نوم اخیستل یې نه غوښتل ویلي، دا وژونکې وسله نه ده او له ویډیو ښکاري چې ښايي ربړي او یا پلاستیکي مردکی یې کارولی وي.

ورځپاڼه وايي،امریکايي پوځیان، کله چې یو داسې موټر ور نېږدې کېږي چې ممکن دښمنانه نیت ولري، د ځواک کارولو په برخه کې ځانګړې اصول لري او په دې ویډیو کې دا نه څرګندېږي چې دا اصول څومره مراعت شوي دي.

XS
SM
MD
LG