د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د روسي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګوندي افغان ځواکونه پر وسله والو طالبانو وسلې پلوري وايي، د سیمې ځينې هېوادونه د خپلو ګټو په خاطر بې بنسټه ادعاوې مطرح کوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو له دوی نه د پیسو غوښتنه کړې چې له افغان ځواکونو نه پرې وسلې وپېري.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ د معینیت مرستیال شاه ولي صافی وايي، د افغان ځواکونو په اړه داشان څرګندونې رېښتینې نه دي.
نوموړي زیاته کړه چې د وسلو د خرڅلاو موضوع د روسي چارواکو کاذب تبلیغ دی.
صافي زیاته کړه:
"دا حقیقت نه لري، که امنیتي ځواکونو وسلې خرڅولی، قرباني به یې نه ورکوله، دا د سیمې سیاست دی چې خپل سیال بدنام کړي، موږ داسې کومه هېڅ بېلګه نه لرو."
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په هېڅ یوه سیمه کې داسې کومه بېلګه نه لیدل شوې چې افغان ځواکونو دې پر وسله والو طالبانو خپلې وسلې پلورلې وي.
ښاغلي کابلوف د ځينو طالب مشرانو سره د اړیکو هدف په افغانستان کې د خپلو وګړو ساتنه او سولې ته د دغې ډلې هڅول بللي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسلو د خرڅلاو په اړه اندېښنې مطرح کېږي، بلکې مخکې تر دې هم د ملي او نړیوالو بسنټونو او اشخاصو لخوا ورته اندېښنې او ادعاوې مطرح شوې دي.
له دې وړاندې د ارزګان او فراه د ولایتي شورا رئیسانو امیر محمد بارکزي او فرید بختور ویلي و چې د پولیسو په لیکو کې ځينې خلک پر وسله والو مخالفینو وسلې پلوري.
د بلخ ولایتي شورا: د پولیسو وسلې پر وسله والو مخالفینو پلورل شوي
احساني: د امنیتي ځواکونو ځينې مشران په مخالفینو خپلې وسلې خرڅوي
خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا ویلي، د هغو کسانو جرم چې د امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات خرڅوي له ملي خیانت کم نه دی.
په افغانستان کې اروپايي ټولنې هم پر طالبانو د افغان ځواکونو د وسلو او مهماتو پر خرڅولو اندېښنه څرګنده کړې ویلي چې افغانان بیا په همدې وسلو وژل کېږي.
د یادونې ده چې د کندهار د تخته پل ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان نذیر رسولي چې په دې وروستیو کې یې پر وسله والو مخالفینو د سلګونه میله وسلو د پلور نیت درلود د کشفي ځواکونو له خوا ونیول شو.
خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رامنش بیا وايي، د افغان ځواکونو ټولې وسلې ثبت دي او ورته ادعاوې غیر منطقي ګڼي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ دا موضوع په بشپړ ډول ردوو، موږ د پرسونل شمېرو ته په کتو وسلې وېشلي او چاته چې ورکول کېږي تسلیمي يې اخیستل کېږي، د ټولۍ قوماندان موظف دی چې له دې وسلو ساتنه وکړي، نو ځکه دا څرګندونې اوازې دي او د منلو وړ نه دي."
له دې سره د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی اقبال صافی په دې باور دی چې کمزوری مدیریت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د دښمن نفوذ او فساد د دې لامل کېږي چې افغان ځواکونه پر وسله والو طالبانو وسلې وپلوري.
راپور: یوسف خان ځداراڼ