د بلخ ولایتي شورا استازي ادعا کوي چې طالب وسله وال د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د خاصې قطعې په وسلو پر امنیتي ځواکونو حملې کوي او نا امني رامنځته کوي.
د بلخ د ولایتي شورا یوه غړي ذبیح الله کاکړ تېره ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بلخ پولیسو د خاصې قطعې څخه ۱۰۲ میله سلاح ورکه شوې او ویل کېږي چې یاد نظامي تجهیزات د دولت پر مخالفو وسله والو پلورل شوي دي.
کاکړ وویل چې دوې میاشتې دمخه هم د دولت مخالفو وسله والو په چتمال ولسوالۍ کې د دولتي وسلې څخه پر استفادې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې په پایله کې یې د بلخ ملي امنیت یو سرتېری ووژل شو.
هغه وویل چې په دې حمله کې طالب وسله والو د بلخ پولیسو د خاصې قطعې وسلې کارولې وې.
کاکړ یې په اړه وویل:
"جنګ و، طالبانو پر چمتال ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته حمله کړې وه چې پایله کې یې یو د ملي امنیت سرتېری شهید شو او د مخالفینو یو مړی هم له وسلې سره په سیمه کې پاتې شو، وروسته چې وسله چک شوه د بلخ د پولیسو خاصې قطعې ته مربوط وه او په ډیپو کې ثبت وه."
د بلخ ولایتي شورا د امنیتي ارګانونو لخوا د نظامي تجهیزاتو پر نا سمې ساتنې اندېښنه ښيي او وايي چې باید هغه کسان د امنیتي ارګانونو لخوا ونیول شي چې دولتي سلاح یې پر طالب وسله والو خرڅه کړې او هغوی له دې وسلو څخه د امنیتي ځواکونو د وژلو په برخه کې کار اخیستی دی.
ذبیح الله کاکړ زیاتوي چې د دولتي وسلو پلورل ملي خیانت دی او عاملینو ته یې باید سخته جزا ورکړل شي.
کاکړ وویل:
"په هغه اسلحې چې باید د وطن ساتنه وشي په هغمې وسلې د ملي امنیت ساتونکی شهید کېږي، تر دې فکر نه کوم بل لوی ملي خیانت موجود وي، د بلخ د خاصو پولیسو قطعه ۱۰۰ تنه تشکیل لري خو ۱۰۲ میله تجهیزات یې خرڅ شوي او ورک دي."
په همدې حال کې د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د پولیسو د خاصې قطعې د وسلو د خرڅولو اصلي عامل یې نیولی او ترې څېړنې روانې دي.
د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان دراني یې په اړه وايي:
"موږ له دې جریان څخه خبر شوو او د بلخ امنیه قوماندان یو هیئت وټاکه، موږ ترې مراقبت کړی او هغه کس چې د پولیسو د خاصې قطعې معتمد وو او په هر ډول چې وسله او مهمات ترې ورک شوي موږ نیولی او د تحقیق لپاره مو څارنوالۍ ته دوسیه یې سپارلې او دی تر نظارت لاندې دی."
تر دې دمخه هم پر افغان امنیتي ارګانونو خاصتاً په شمالي ولایتونو کې پر محلي پولیسو دا تور موجود و چې دولتي وسلې د دولت پر مخالفو وسله والو خرڅوي، خو دا لومړی ځل دی چې د بلخ ولایتي شورا ادعا کوي چې د خاصې قطعې ځواکونو وسلې پر طالب وسله والو پلورل شوې دي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی