د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۵۵

عبدالله: پر مخالفینو د وسلو پلورلو جرم له ملي خیانته کم نه دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، هغوی چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې وسلې او مهمات پلوري جرم یې له ملي خیانته کم نه دی.

اجرائیه رئیس په افغان امنیتي ځواکونو کې د فساد او په ځانګړې توګه د وسلو او مهماتو پلور اندیښنه کړی دی.

عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ یې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د فساد پروړاندې ګډې مبارزې د کنفراس په وروستۍ ورځ خبرې کولې وویل دا چې د افغان امنیتي ځواکونو وسلې په مخالفینو پلور کېږي او د بې ګناه خلکو په وژنه کې ورنه استفاده کېږي دا جرم له ملي خیانته کم نه دی.

عبدالله: دا جرم له ملي خیانته کم نه دی.
عبدالله: دا جرم له ملي خیانته کم نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې په یو ځای کې له دې امله شور جوړېږي چې مرمۍ کمې شوي دا غږ تر ولسمشر ما او د ملي امنیت شورا پورې رسېږي، خو بیا یو څه موده وروسته له هماغه ځایه تعقیبي راپورونه رارسېږي چې مرمۍ پلورل شوي او تر یو برېده دښمن ترې تجهیز شوی که موږ وسیله شو چې دښمنان تجهیز شي او هغه وسلې چې باید له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د دفاع لپاره وي د دښمنانو لاس ته لوېږي او عام خلک په نښه کېږي، دا له ملي خیانته کمه موضوع نه ده."

د بلخ ولایتي شورا: د پولیسو وسلې پر وسله والو مخالفینو پلورل شوي

احساني: د امنیتي ځواکونو ځينې مشران په مخالفینو خپلې وسلې خرڅوي

د ښاغلي عبدالله په خبره په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د فساد د مخنیوي لپاره اقدامات شوي، خو دا هم مني چې په عمومي توګه په امنیتي ځواکونو کې د فسادپه مخنیوی کې پاتې راغلي دي.

ځیني سناتوران د افغان ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ او فساد په اړه اندېښنه لري

دفاع وزارت: په فساد د تورنو ۷ لوړپوړو افسرانو دوسیې محکمې ته استول شوي

سیګار د افغان ځواکونو د تلفاتو لامل رهبرۍ کې فساد او کمزوری مدیریت یادوي

که څه هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وسلو د پلورلو په اړه دا ډول اندېښنې لومړنۍ نه دي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې د ملي یووالي حکومت یو لوړ پوړی چارواکی دا ډول څرګندونې کوي.

څه موده وړاندې په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو د وسلو له پلورلو اندېښنه ښودلې وه.

یاد دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و افغانان ځکه وژل کېږي چې په خبره یې د سرتېرو وسلې، مهمات او تجهیزات پر طالبانو پلورل کېږي.

دغه شان اروپایي ټولنې د پولیسو او پوځ په لیکو کې اداري فساد د اندېښنې وړ بللی و او دا یې ویلي و چې دې چارې د جګړو په لیکو کې طالبان پیاوړي کړي دي.

له دې ټولو سره ـ سره لوی څارنوال وايي، په افغان امنیتي ځواکونو کې د فساد بحث د مرګ او ژوند په څېر مهم بحث دی.

فرید حمیدي چې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د فساد پر وړاندې د ګډې مبارزې په کنفراس کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې لویه څارنوالي به په خورا جدید او رښتینولۍ سره په امنیتي ځواکونو کې د فساد مخه ونیسي.

فرید حمیدي
فرید حمیدي

نوموړي زیاته کړه:

"امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې بحث د یوې ټولنې د مرګ او ژوند بحث دی او موږ ژمنه کوو چې په دقت، قاطعیت، استقلالیت، په بې پریتوب او له سیاسي پلویتوب او د فساد پرته به د هېواد په هرګوټ او په خاصه توګه په امنیتي او دفاع ځواکونو د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړو."

په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د فساد پر وړاندې د ګډې مبارزې کنفراس درې ورځې وړاندې په ارګ کې پیل شوی وه.

د فساد پر وړاندې د افغاني شبکې مشر خان زمان امرخېل بیا وايي، د فساد پر وړاندې د افغان حکومت ډیر اقدامات نمایشي دي او تر کومه چې د فساد لاملونه لمنځه ولاړ نه شي دد غه پدیدې پر وړاندې اغیزمنه مبارزه به ستونزمنه وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG