د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ځیني سناتوران د افغان ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ او فساد په اړه اندېښنه لري


د مشرانو جرګې رییس او یو شمېر غړي؛ د امنیتي ځواکونو له خوا د تجهیزاتو پلورل او جګړې ته د تګ په بدل کې د اضافي پیسو اخیستل د دوی ترمنځ لوی اداري فساد بولي.

د امنیتي ځواکونو او د هغوی د قومندانانو ترمنځ نه همغږي؛ نه یوازې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې سبب شوې؛ بلکې دې نه همغږۍ د یوشمېر امنیتي ځواکونو ترمنځ د فساد ریښې هم غځولي دي.

دغه څرګندونې د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې یوشمېر امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې وسلې او تجهیزات پلوري.

په مشرانو جرګه کې د هلمند استازی شیر محمد اخندزاده وايي چې په دې ولایت کې هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورته ستونزې موجودې دي.

اخندزاده د امنیتي ځواکونو د یوه قومندان په حواله وویل چې امنیتي ځواکونه جګړې ته د تګ په بدل کې اضافي پیسې غواړي او کله نا کله خپلې وسلې هم پلوري:

((دا څنګه همغږیږي ده چې اولس پولیسو په پنځه ساعتونو کې مقاومت وکړ؛ ترڅو چې ټول شهیدان شول؛ یو ټپي په دې پوستې کې نه دی پاتې شوی؛ اما دوی په دوه سوه کیلومتړۍ کومه ساحه کې پراته وو؛ اته سوه اردو هلته ځای پر ځای ده، ضربتي قوه يې هم هلته ده، هېڅ یو ټانګ یې نه دی ورایستلي.

قومندان راته وویل، په هلمند کې چې زه اردو پولیسو ته یو لک کالدارې ورکوم بیا یو ټانک راباسي؛ خپل د راکټ مرمۍ پر پولیس په دوه زره روپۍ خرڅوي؛ دا څومره لوی فساد دی، دا څنګه اردو ده، همغږیږي يې چېرته ده.))

د امنیتي ځواکونو د نه همغږي په اړه اندېښنه په داسې حال کې ښودل کیږي چې دا مهال د هېواد یوویشت ولایتونه له لوړې او منځنۍ کچې امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

له دې ټولو سره سره د مشرانو جرګې مشر د وسله والو مخالیفینو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو تلفات او مقاومت ستایي؛ خو وايي چې د امنیتي ځواکو په لیکو کې اداري فساد او د هغوی ترمنځ نه همغږي ورته د منلو نه ده.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسلیمیار وایي:

((دوی قرباني ورکوي، د دوی قرباني د ستایلو ده؛ دا چې په ځینو مواردو کې همغږی شته او نشته، دا د دوی په رهبري پورې تعلق لري؛ خو موږ هغه د درېواړو قواوو سربازان چې په سنګر کې پراته دي.

زموږ او ستاسې نه دفاع کوي، ملامت کولي يې نه شو؛ زموږ او ستاسې مکلفیت دا دی چې په مرکز کې د دوی په مشرانو فشار راوړو؛ لکه څنګه چې اخندزاده صیب او والي صاحب پشنهاد وکړ؛ د دې مخه ونیول شي او د دوی تر منځ همغږي رامنځ ته شي او له همدې ځایه په کورنیو او دفاع وزارتونو مشرانو باندې غږ کوم چې ستاسې د بې غورۍ نه داسې یو فاجعه مخې ته راغله.))

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې څه نه دي ویلي؛ خو د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملي اردو په لیکو کې د فساد موضوع رد کړه:

((د وسله وال پوځ له قربانیانو نه چې هر څوک سترګې پټې کړي؛ زه فکر کوم په افغانیت کې یې شک دی؛ دغه خبرې چې څوک کوي چې سرتیری مرمۍ خرڅوي مهمات خرڅوي، دا زه په کاملاً ردوم، خو افغاني ټولنه ده په کوم ځای کې به مشکلات هم منځ ته راځي؛ دا په دې معنا نه ده چې د اردو ټول سرتیري مهمات خرڅوي.))

سناتوران وایي چې افغان حکومت هم کله نا کله د امنیتي ځواکونو ملاتړ په شعارونو سره کوي نه په عمل کې.

دوی وایي، د وروستیو ناامنیو او د ناامنیو پر وړاندې د حکومت بې غوریو د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله زیاته کړې او باید دا وضعیت کنټرول شي.

راپور: محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG