د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

دفاع وزارت د امریکا د خاص پلټونکې وروستی راپور رد کړ


د افغانستان د دفاع وزارت د دې هېواد لپاره د امریکا د خاص پلټونکې هغه راپور ردوي چې وایې، له افغان پوځ سره د امریکا یوه اندازه مرسته شوې وسله لادرکه ده.

د دفاع وزارت د اوپراسیون مشرجنرال افضل امان د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا مهال افغان پوځ خپل تجهیزات د امریکایانو له ډيپوګانو څخه ترلاسه کوي او افغان پوځ کوم مرکزي ډيپونه لري چې ترې وسله ورکه شي.

د پوځې چارو یو شمېر کارپوهان هم وایي، چې دا مهال افغان ملي پوځ ته وسلې د امریکایانو له لوري ورکول کیږي خو د دولتي ډيپوګانو پر موجودیت هم ټينګار کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایې، تراوسه پورې افغان پوځ ته د امریکا او نورو مرسته کونکو هېوادونو له خوا یوازې د ضرورت پر اساس وسلې ورکړل شوې او دا راپور ناسم بولي چې ګنې له دې وسلو څخه یوه اندازه یې لا درکه شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکې جان سوپکو په تازه راپورکې راغلي، چې د امریکا حکومت له ۲۰۰۴ نه تر اوسه پورې افغان پوځ او پولیسو ته شاوخوا ۷ لکه میله سلا ورکړې.

خو راپور زیاتوي چې دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې وسلې چیرې دي او آن د راپور په یوه برخه کې راغلي چې له افغان پوځ سره د مرسته شوي وسلې یوه پر لسمه برخه لا درکه ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا دا راپور ناسم بولي او وایې، چې افغان پوځ ته سلاح په منفردانه ډول د امریکایانو له لورې ورکول کیږي او دوي د وسلو دومره ستر ډيپوګانې نه لرې چې ترې وسلې ورکې شي.

د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

″په دې کې هیڅ شک نشته چې زموږ ټوله سلاح، وسایل او تجهیزات د امریکایانو له لوري اکمال کیږي.

موږ اصلا تراوسه پورې مرکزي ډيپوګانې نه لرو چې په دومره کمیت دې موږ د امریکایانو سلاح اخیستې وي او خپلو قطعاتو ته مو ویشلې وي.

دا راپور چې د هرچا له خوا خپور شوی، زموږ د تایید وړ نه دی.″

ښاغلی امان وایې، ښایې د امریکا د سرپلټونکې هدف هغه وسلې وي چې دجګړو پر مهال د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلې وي.

خو د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې په راپور کې راغلي، چې ستونزه د وسلو په شمیر کې ده ځکه د دوي په باور په لومړي سر کې افغان پوځ ته د هغوی له اړتیا څخه زیاته وسله ورکړل شوې ده.

راپور زیاتوي چې دا وسلې د غلا، ورکیدو او یا هم ناوړه ګټې اخیستنې له خطرونو سره مخامخ دي او یا هم ښایې په تور بازار کې پلورل شوي وي.

بل لور ته د پوځي چارو کارپوهان وایې، امریکا او نورو مرسته کونکو هیوادونو افغان پوځ ته په هغه اندازه وسله نه ده ورکړې چې دوي ورته اړتیا درلوده.

د پوځي چارو کارپوه رحمت الله روفي په دې اړه آزادۍ راډيو ته وویل:

″دومره ډيپوګانې اردو نه لري او وسلې چې اردو ته ورکول کیدې، هغه د امریکایانو له لورې وې.

ښایې په قول اردوګان او لوا ګانو کې یوه اندازه وسلې وي هغه هم دومره زیاتي نه دي او له هغې څخه د ضرورت پر مهال کار اخیستل کیږي.″

ښاغلی روفي وایې، ښایې کومې وسلې چې د افغانستان په تورو بازارونو کې پلورل کیږي او یا له غیر مسوله وسله والو ډلو سره دي، هغه د پخوانیو حکومتونو څخه پاته وسلې وي چې د کورنیو جګړو پر مهال لوټ شوي دي.

که له یوې خوا له افغان پوځ او پولیسو سره د مرسته شویو وسلو د لادرکه کیدو راپورونه خپریږي، خو افغان حکومت بیا تل انتقاد کوي چې نړیوالو مرسته کونکو په ځانګړي توګه امریکا د ضرورت پر اساس افغان پوځ ته تجهیزات نه دي ورکړي.

د پوځې چارو کارپوهان هم وایې، اوس چې افغانانو ته د امنیت ساتلو او جګړو ټول مسولیت سپارل شوی، نو نړیوالو ته لازمه ده چې له افغانانو سره پوځې مرستې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG