د جنوبي کوریا چارواکي وايي، له شمالي کوریا سره د تماسونو په دوام غواړي د چین، جاپان او روسیې د حکومتونو له چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د جنوبي کوریا دوه جګپوړي چارواکي چې تېره اوونۍ یې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وکتل په پام کې لري چې په روانه اوونۍ کې یو چین او بل جاپان ته ولاړ شي.
د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست ویاند نن په یوه ټکسټ مسیج کې خبر ورکړ چې د ملي امنیت د ادارې مشر چونګ یوی یونګ Chung Eui-yong به سبا دوشنبې د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د دې هېواد د استخباراتي ادارې مشر سوه هون Suh Hoon به د ملي امنیت له مرستیال نام ګوان پیو Nam Gwan-pyo سره یوځای د سې شنبې په ورځ د جاپان له صدراعظم شینزو ایبې Shinzo Abe سره وګوري.
د جنوبي کوریا چارواکي به پیونګ یانګ ته د خپل وروستي سفر او خبرواترو په اړه د چین او جاپان له مشرانو سره بحث وکړي او د ملي امنیت ادارې مشر به د پېکېنګ له سفر وروسته مسکو ته ولاړ شي خو د دې سفر نېټه تراوسه نه ده اعلان شوې.
د جنوبي کوریا همدا دوه چارواکي د یکشنبې په ورځ له امریکا څخه هېواد ته ستانه شول.
دې چارواکو د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون پیغام د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ورساوه.
کېم په دې پیغام کې له ښاغلي ټرمپ سره کتنې او د خپل هېواد د اټمي پروګرام په اړه له هغه سره خبرو ته تیاري ښودلې وه.
ښاغلي ټرمپ وویل چې له کېم سره کتنې ته چمتو دی.
تمه ده چې دواړه مشران به د مې په وروستیو کې سره وګوري، خو د دې کتنې دقیق وخت او ځای تراوسه نه دی معلوم.
د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست د ماڼۍ- آبي کور یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له شمالي کوریا سره د دې هېواد پر پوله پروت کلی پانمون جوم Panmunjom د امریکا او شمالي کوریا د سرمشریزې لپاره خورا مناسب نوماند دی.
د دې مقام په وینا د امریکا او شمالي کوریا له سرمشریزې مخکې ښايي د اپرېل په وروستیو کې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای اِن هم په همدې کلي کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري چې دا به په تېرو لسو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه وي.
د امریکا او شمالي کوریا د سرمشریزې د احتمالي موقعیت په اړه په رسنیو کې د سویس، سویډن او د جنوبي کوریا د اړوند ټاپو جېجو Jeju نومونه هم اخیستل کېږي.
سیول وايي، د امریکا او شمالي کوریا چارواکي به په مستقیم ډول له یوبل سره خبرې وکړي خو جنوبي کوریا به له دواړو خواوو سره سلامشورې کوي.