د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د جنوبي کوريا يو هيئت د خبرو لپاره شمالي کوريا ته ځي


د جنوبي کوريا ولسمشر روانه اوونۍ يو هيئت چې د دغه هېواد د امنيتي اداري مشر به يې رهبري کوي، شمالي کوريا ته لېږي.

دغه هيئت به پر اټمي لانجه د ولاړ شوي کړکېچ پر کمولو خبرې وکړي، دغه راز به د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د مذاکرو د امکان پر برابرولو بحث وکړي.

د جنوبي کوريا د ولسمشر مون جه اين دفتر د يکشنبې په ورځ شمالي کوريا ته د دغه هيئت د لېږلو اعلان وکړ.

د جنوبي کوریا ولسمشر
د جنوبي کوریا ولسمشر

دا پرمختګ په داسې حال کې راغلى چې د دوو سيالو هېوادونو شمالي او جنوبي کورياګانو ترمنځ په پيونګ چانګ کې تر ژمنيو المپيک مسابقو وروسته کړکېچ يو څه کم شوى دى.

د جنوبي کوريا ۱۰ کسيز هيئت به د دوشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر پيونګ يانګ ته لاړ شي چې د شمالي کوريا له عالي رتبه چارواکو سره به هم خبرې وکړي.

د ولسمشر مون دفتر وايي، د دغه هيئت په بحثونو کې به دا موضوع هم شامله وي چې په کوريا ټاپووزمه کې څنګه سولې ته زمينه برابرېداى شي، د دواړو کورياګانو ترمنځ اړيکې څنګه پياوړې شي او د پيونګ يانګ او واشنګټن ترمنځ د خبرو بيا پيل ته څنګه فضا برابره شي.

د جنوبي کوريا دغه هيئت به د شمالي کوريا تر سفر وروسته د امريکا متحدو ايالتونو ته لاړ شي چې هلته امريکايي چارواکو ته معلومات ورکړي.

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ميلادي مياشت وويل چې له شمالي کوريا سره به يوازې تر سمو شرايطو لاندې مذاکرې کېږي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ پېشنهاد وکړ چې د امريکا متحد ايالتونه به له شمالي کوريا سره مذاکرو ته کېني، خو ده ټينګار وکړ چې اول بايد پيونګ يانګ له اټمي وسلو پاک شي.

دا لا څرګنده نه ده چې ولسمشر ټرمپ ټوکه کوله که د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ په رښتيا هم په نېږدې راتلونکي کې خبرې ممکنې دي.

په پيونګ يانګ کې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د شنبې په ورځ له امريکا غوښتنه وکړه چې د دغو مذاکرو لپاره دې خپل مخکني شرطونه لېرې کړي.

امريکايي چارواکو تېره مياشت وويل، په پام کې وه د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس تېره ميلادي مياشت په جنوبي کوريا کې د ژمنيو المپيک مسابقو پر مهال د شمالي کوريا د رهبر کيم جونګ اون د خور په ګډون، د دغه هېواد له ځينو چارواکو سره وګوري، خو شمالي کوريا په وروستيو شېبو کې دغه کتنه لغوه کړه.

XS
SM
MD
LG