د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

شمالي کوریا غواړي د اټمي وسلو په اړه له امریکا سره خبرې وکړي


شمالي کوریا غواړي چې د اټمي وسلو د له منځه وړلو په اړه له متحده ایالاتو سره خبرې وکړي.

د جنوبي کوریا مقامات وايي، شمالي کوریا لېواله ده چې د کوریا په ټاپوزمه کې د اټمي وسلو د له منځه وړلو په اړه د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرې وکړي.

دا خبره د جنوبي کوریا د هغه پلاوي مشر نن په سیول کې وکړه چې پرون يې په پیونګیانګ کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اوون سره غونډه درلوده.

چنګ یوی یونګ دغه راز وویل چي له کیم جونګ اوون سره په کتنه کي پر دې هم موافقه وشوه چې د دواړو کوریاګانو مشران به په راتلونکي اپرېل میاشت کي په خپلو کې ووینې.

د شمالي کوریا مشر
د شمالي کوریا مشر

که څه هم له تخنیکي اړخه شمالي او جنوبي کوریا په خپلو کې د جګړې په حال کې دي، خو تېره میاشت په جنوبي کوریا کې د اولمپیک په ژمنیو سیالیو کې د شمالي کوریا ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه کمه کړه.

ټاکل شوې ده چې له یوې لسیزې راهیسې د لومړي ځل لپاره جوړېدونکې دا سرمشریزه د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوه سرحدي کلي کې وشي.

دد واړو کوریاګانو ولسمشرانو د وروستې ځل لپاره په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې له یو بل سره غونډه کړې وه.

شمالي کوریا ویلي، که چېرته دې هېواد ته امنیتي ګواښ موجود نه وي او د پیونګیانګ رژیم خوندې وې،اټمي وسلو ته اړتیا نشته.

د شمالي کوریا د اټمي ازموینو او د بلاستیک توغنیدو د ازموینو له امله د دې هېواد او امریکا ترمنځ وضعیت بحراني شوی دی.

د امریکا او شمالي کوریا مشرانو پر یو بل د برید ګواښونه کړي دي او له یو بل سره يې له سپکاوي ډک پیغامونه تبادله کړي دي.

د امریکا متحده ایالات دا مهال په جنوبي کوریا کي اته ویشت نیم زره سرتېري لري.

XS
SM
MD
LG