د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د امریکا متحده ایالاتو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول


د امریکا د خزانې وزارت پرون جمعه اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له اټمي او د مزائیلو جوړولو د پروګرامونو په تړاو یې پر ۵۰ بېړیو او شرکتونو او یوه وګړي نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا حکومت دا کار ځکه کړی چې د شمالي کوریا رژیم پر خپل اټمي پروګرام او د مزائیلو د جوړولو پر پروګرام پر لګېدلو بندیزونو تېری کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په مرېلند ایالت کې، د محافظه کارسیاسي عمل کنفرانس ته وویل چې پر شمالي کوریا په بې ساري ډول شدید بندیزونه لګول شوي دي.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ډونالد ټرمپ وویل:

"نن، موږ پر شمالي کوریا تر ټولو سخت بندیزونه ولګول، داسې چې هېڅ کله پر بل هېواد نه دي لګول شوي، هیله مند یم چې د نویو بندیزونو اعلان به مثبتې پایلې ولري."

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې، په حواله، هغه وګړی چې بندیز ورباندې لګول شوی، سانګ یونګیان نومېږي، د چین تبعه دی او د تایوان په تایپي سیمه کې اوسېږي، خو پر هغه د بندیز لګولو جزئیات یې نه دي څرګند کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته وویل چې د سمندري اکمالاتو پر شرکتونو او هغو بېړیو يې بندیز لګولی چې د شمالي کوریا له رژیم سره، د هغوی د وسلو د خطرناک پروګرام د تمویل لپاره مرسته کوي.

سټیفن منوچین
سټیفن منوچین

سټیفن منوچین زیاته کړه:

"زموږ پرېکړه د سمندر له لارې د مالونو د لېږدولو، د سوداګرۍ پر شرکتونو، بېړیو او په ټوله نړۍ کې پر هغو وګړو اغېز کوي چې موږ ته معلومه ده چې د شمالي کوریا په استازیتوب کار کوي، موږ مشخصاً، پر هغو ۲۷شرکتونو، ۲۸ بېړیو او یوه وګړي بندیز لګولی چې ټولو د شمالي کوریا له رژیم سره له نړیوالو بندیزونو د خوندي پاتې کېدو په دسیسه کې مرسته کوله."

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې جنوبي کوریا د ژمني المپیک د سیالیو کوربه دی.

د ژمني المپیک په سیالیو کې د دواړ کوریاګانو ګډون د مذاکرو د پیل لپاره موقع بلل شوې وه.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې روسیه له شمالي کوریا سره مرسته کوي چې له نړیوالو بندیزونو ځان خلاص کړي.

ټرمپ ویلي و چې مسکو د شمالي کوریا په مسئله کې له امریکا سره مرسته نه ده کړې.

د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په نوي لېست کې د روسیې د وګړو یا شرکتونو یادونه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG