په اسلاماباد کې د امریکا سفارت وايي، د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت د شورا رئیسې پاکستان ته د سفر پر مهال ویلي چې واشنګټن له اسلاماباد سره د نویو اړیکو غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.
روېټرز خبري اژانس وايي، د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت د شورا رئیسه لیزا کُرټېس پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د هغه څه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې امریکايي چارواکي یې د ترهګرو د تمویل په مخنیوي کې د پاکستاني چارواکو ناکافي اقدامات بولي.
امریکا او پاکستان چې پخواني متحدان دي، تېره اوونۍ یې یو وار بیا اړیکې وروسته له هغې نورې هم خړې شوې چې امریکا په نړۍ کې د پیسو د څار د یو نړیوال سازمان غړي هېوادونه وهڅول، څو پاکستان په هغه لېست کې شامل کړي چې د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپارهیې کافي اقدامات نهدي کړي.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت د لیزا کُرټېس له خولې ویلي، امریکا غواړي د پاکستان سره نوې اړیکې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد چې د سیمې ثبات او امنیت تهیې ګواښ پېښ کړی د یوې مشترکې مبارزې پر بنسټ رامنځته کړي.
واشنګټن له اسلاماباد سره د نویو اړیکو غوښتونکی دی.
د امریکا د سفارت خبرپاڼه د مېرمن کُرټېس له خولې زیاتوي چې دا اړیکې به همدارنګه د یو امن او سولهییز افغانستان لپاره په یو شریک لید هم ولاړې وي.
واشنګټن اسلاماباد تورنوي چې د حقاني شبکې په شمول یو شمېر هغو وسلهوالو ډلو تهیې خوندي پټنځایونه برابر کړي چې په ګاونډي افغانستان کې بریدونه کوي، خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړې دي او وايي، پر خپله خاورهیې پرلهپسې د وسلهوالو پر ضد عملیات کړي.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن کُرټېس د پاکستان له حکومته وغوښتل، څو په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو موجودیت پای ته ورسوي.
مېرمن کُرټېس له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرو د تمویل د مخنیوي په برخه کې د پاکستان د کنټرول په نشتوالي هم د واشنګټن اندېښنې شریکې کړې دي.
لوېدیځ هېوادونه وايي چې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.