د انټرکانټيننټال هوټل د څېړونکي پلاوي راپور له رسنیو سره کله شریکېږي؟

سره له دې چې د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل د برید دوسیه د کشف په مرحله کې ده، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د کشف مرحله یې پای ته رسېدلې ده.

د لویې څارنوالي وايي، د یادې قضیې په تړاو د حقیقت موندونکي کمېسیون په غوښتنه یې یوشمېر کسان ممنوع الخروج اعلان کړي او یو شمېر نور یې تر څار لاندې نیولي دي.

په داسې حال کې چې د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل د برید حقیقت موندونکي کمېسیون په دې وروستیو کې خپل راپور ولسمشر ته سپارلی د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دغه دوسیه لا د کشف په مرحله کې ده.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۰۵» د یوې ناستې پرمهال وویل، کله چې د کشف مرحله بشپړه شي، لویه څارنوالي به خپلې څېړنې پیل کړي.

جمشید رسولي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه دوسیه لا د تحقیق مرحلې ته نه ده راغلې بلکې د کشف په مرحله کې ده، هرکله چې کشفي همکارانو خپل کارونه پای ته ورسول او که چېري اړتیا وه چې دوسیه لویې څارنوالۍ ته راشي، لویه څارنوالي د نورو دوسیو په څير د څېړلو چمتووالی لري."

نېږدې یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل حمله وکړه چې په دغه حمله کې لږترلږه ۲۲کسان چې ډېری یې بهرنیان و ووژل شول.

ویس برمک: پر انټرکانټیننټال هوټل برید کوونکي له وړاندې له دې هوټل سره بلد وو

تر دغې حملې ۲۱ورځې مخکې د دغه هوټل د امنیتي چارو مسؤلیت د کابل ـ بلخ په نوم یو خصوصي شرکت ته سپارل شوی و.

مراد: ممکن د «کابل ـ بلخ» په نوم امنیتي کمپنۍ بنده او مسؤلین یې مجازات شي

تردې وړاندې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د یادې قضیې په تړاو د انټرکانټيننټال هوټل مشر او د کابل بلخ د امنیتي کمپنۍ د مشر او معاون په ګډون څلور تنه ممنوع الخروج شوي دي.

خو سرچینې د څلورم کس په اړه معلومات ورنه کړل.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل، دوی د قضیې په تړاو د حقیقت موندونکي پلاوي په غوښتنه یوشمېر کسان ممنوع الخروج اعلان کړي او یو شمېر یې تر څار لاندې نیولي دي.

لویې څارنوالۍ د کانټیننټال د پېښې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل، د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د برید په تړاو د کشف مرحله بشپړه شوې او باید د لویې څارنوالۍ له لوري د تحقیق مرحله پیل شي.

نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"لومړی مرحله چې کشف هم پکې شامله دی بشپړه شوې ده، همدا چې ولسمشر ته دا راپور سپارل کېږي هلته به پرېکړه وشي."

خو اوس پوښتنه داده چې د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل د برید د حقیقت موندونکي پلاوي راپور له رسنیو سره کله شریکېږي؟

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، دا به د ولسمشر له مطالعې وروسته وشي.

خو د امنیتي چارو کارپوه میرزا محمد یارمند وايي، که چېري د یادې قضیې په تړاو د اوسنۍ مرحلې راپور له رسنیو سره شریک شي د تحقیق مرحله له ستونزو سره مخ کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ