افغان ولسمشر وايي، د ځمکو غصب د حکومت لپاره د منلو وړ نهدی او د ځمکو او املاکو په سم مدیریت سره باید د خلکو حقونه خوندي شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۶»
په افغانستان کې د «ځمکو پراختیايي نظام" په نوم جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې غاصبینو ته خبرداری ورکړ او ویېویل چې د چور، زور ویلو او د ځمکو د غصب مخنیوی به وشي.
ښاغلي غني همداراز وویل چې اوسمهال افغانستان تر ډېره د اړتیا وړ زراعتي محصولات له بهر څخه واردوي او له دې وروسته به له ځمکو د سم مدیریت پر اساس د زراعتي محصولاتو لپاره ګټه واخیستل شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"هر افغان وګړی باید یو ډاډمن ملکیت ولري، خو تر کله چې یو مطمئن ملکیت ونهلرو له خپلې پانګې ګټه نهشو اخیستلی. زموږ دغه منابع یو کوچني اقلیت او غاصبینو ته نهدي، روان چور او تالان به ختم شي، د زورواکو په وړاندې هېڅ ډول مقاومت نهمنو، دا پروګرام عملي کېدونکی دی او انشاءالله په ډېر بریالیتوب به عملي شي."
په افغانستان کې د ځمکو د غصب په اړه مخکې هم اندېښنې موجدې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زورواکي دولتي ځمکې غصبوي.
که څه هم حکومت بار بار ټینګار کړی چې د ځمکو د غاصبینو په وړاندې به مبارزه وشي، خو له وړاندې په ولسي جرګه کې د حکومت پر کړنو د څار ځانګړي کمېسیون ویلي، اوسمهال نږدې یو میلیون او ۳۰۰ زره جریبه ځمکه په افغانستان کې د زورواکو لهخوا غصب شوې ده.
د افغانستان د عدليې وزیر هم دوه میاشتې وړاندې د زورواکو لهخوا د ځمکو غصب د حکومت لپاره یوه لویه ننګونه بللې او ویلي وو چې اوس هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زورواکان ځمکې غصبوي.
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د ځمکو د غصب قضیو ته د رسېدنې لپاره به یوه ځانګړې محکمه جوړه شي.
په همدې حال کې د افغانستان د اراضۍ اداره وايي، په وروستیو کلونو کې ۴۰۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته اخیستل شوې ده.
پیکار: د ځمکو زېربنا او قباله د یوې نقشې او دولت په ضمانت په پام کې نیول شوي دي.
د دغې ادارې رئیس جواد پیکار چې د پنجشنبې په ورځیې په افغانستان کې "د ځمکو پراختیايي نظام" په نوم جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې د ځمکو د غصب په وړاندې د مبارزې په اړه وویل:
د ځمکو زېربنا او قباله د یوې نقشې او دولت په ضمانت په پام کې نیول شوي دي، دا پروګرام د ځمکو په سکټور کې تر ټولو اغېزمن پروګرام دی او له شک پرته به مثبتې پایلې ولري."
ښاغلي پیکار همداراز وویل چې حکومت هڅه کوي چې د نویو برنامو په عملي کولو سره د ځمکو د غصب مخنیوی وکړي.
د ده په خبره خلکو ته د ځمکو د ملکیت د سند وېش هم د دې برنامو له ډلې دی.
راپور: اکرامالله اکرام