د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

مسیر: د غصب مخنیوی په چیغو نه په عمل کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل کې په څلورم ملي ښاري کنفرانس کې د ولسمشرغني د وینا په اړه لیکنې چاپ کړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د غصب مخنیوی په چیغو نه په عمل کېږي.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشرغني وايي، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو د ادارې له کړنو سخت ناراضه دی او د غصب ټولې قضیې به له یوې مخې د سترې محکمې له‎خوا وڅېړل شي.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

دا څلورم ځل دی چې ولسمشر د ځمکو د غصب په اړه ورته خبرې کوي خو په خبره یې، په عمل کې هېڅ هم نشته.

د ورځپاڼې په باور، لوی غاصبین یا خپله چارواکي دي، یا د چارواکو خپلوان دي او یا یې هم چارواکي مخامخ ملاتړ کوي.

په سرمقاله کې دا هم راغلی، که ولسمشر رښتیا غواړي چې له غصب سره مبارزه وکړي، لاره یې چیغې او بې عمله ګواښونه نه‎دي بلکې باید په وړاندې یې پرېکنده ګامونه واخېستل شي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

سرخط لیکلي، ولسمشر غني تېر کال په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې وویل چې راتلونکی کال به د حکومت زیاته توجه د غصب شویو ځمکو راخلاصولو ته وي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا دی کال پوره شو او ولسمشر یوازې په دې خبره غاړه خلاصه وبلله چې د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له کاره ناراضه دی.

ده پوښتنه مطرح کړې چې کال وروسته به ولسمشر په دې اړه خلکو ته څه وايي؟

په سرمقاله کې راغلي، د ځمکو مافیا په افغانستان کې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او چې څومره زور پیدا کوي، هومره ورسره د خلکو ژوند ترخېږي.

د ورځپانې په باور حکومت باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغان ولسمشر په پرونیو خبرو کې د سوداګریز بېلانس تر منځ د انډل نه موجودیت موضوع راخېستې ده.

په سرمقاله کې هیله ښودل شوې چې د کنفرانس په پاتې دوو ورځو کې د دغې ستونزې د هواري په هدف بېلابېل نظرونه راغونډ او په اړه یې یو بحث ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG