د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د ګردېز مهلن اوسېدونکي: پاچا خان ځدراڼ مو ځمکې نيولي


د پکتيا د مرکز ګردېز مهلن اوسېدونکي چې نن چهار شنبه يې د ولايت مقام مخ ته مظاهره کړې وه او رسنيو سره يې خبرې کولې، له حکومته یې ګیله لرله او ويل يې چې حکومت د دوی غږ نه اوري او حقونه يې له زورواکو نه شي ورته اخېستلای او د زورواکو ملاتړ کوي.

مظاهره چيانو وويل چې په مهلن کې د دوی ځمکې پاچا خان ځدراڼ په زور نيولې دي او په پرله پسې ډول يې حکومت او ولايتي ادارې ته غږ کړی چې د دوی ستونزې ته پاملرنه وکړي، خو په وينا يې چې د دوی غږ نه دی اورېدل شوی او دوی مجبور دي چې په غرونو کې وسله والو طالبانو ته عارض شي او خپله ځمکه وګټي.

له دې ډلې درې تنه مظاهره چيان یې په اړه وایي:

"د پاچا خان ځدراڼ د مهلن د علي خېلو ځمکې غصب کړي او اوبه يې پرې بندې کړې، که اوبه ترې غواړې که ځمکې ترې غواړې، دهشتګر هم يې، طالب هم يې، داعش هم يې او هر شی يې، زرو کورنو باندې يې اوبه درولې، شخصي بنديخانې يې جوړې کړي، سپينږيري که ورشي، بنديانوي يې، شخصي برجونو کې يې له سپيو سره خلک تړي، پخوانی د پاټکو وخت يې جوړ کړی، والي ته ورغلي يوو، قوماندان ته، د امنيت رئيس ته او نورو ته ورغلي يوو، چا مو غږ نه دی اورېدلی، که حکومت زموږ غږ وانه وري، نو موږ مجبور يوو چې د خپل غريب قام حق واخلو، که غږ مو وانه ورېدل شي، يا به لارې بندوو، يا به غره ته ځو او عارض کېږو به."

"نهه پوشته په مهلن کې په دې خاوره اوسېږم، دا زموږ شخصي ځمکه ده، يو پوشت زه يم، زما د قام او زما شخصي ځمکه يې غصب کړې، حکومت دې اول زموږ ځمکه ترې خلاصه کړي."

"دومره ظلم کوي، موږ وهي، موږ ته اوبه نه راکوي او هغه ځمکه چې موږ وېشلې، هغه موږ ته نه راکوي، زموږ کار نه کېږي او د ده کار ټول په ټليفون کېږي، په موږ باندې دا مبتلا ده چې نوم يې پاچا خان ده، زموږ دغسې کار نه کېږي، سړيان مو بنديان، زموږ حق نه راکوي او غور مو نه کېږي، دا مسلماني ده؟"

د دغو ځمکو مالکينو دا هم وويل چې په حکومتي کچه د دوی غږ نه اورېدل کېږي او برعکس د پاچا خان ځدراڼ ملاتړي ډېر دي او د هغه د زور له امله، حکومت حق السکوت اختيار کړی دی.

په ورته وخت کې بیا پاچا خان ځدراڼ دا خبرې نه مني چې ده دې د چا ځمکې په زور لاندې کړې او وايي، ټولې ځمکې يې اخېستې او خپلې پلرنۍ یې دي او برعکس تور پورې کوي چې د سيمې خلک غواړي طالبانو ته زمينه سازي وکړي.

باچا خان ځدراڼ
باچا خان ځدراڼ

ښاغلی ځدراڼ وایي:

"طالبان او دا ټول سره شريک شوي، په قوماندانۍ کې زموږ نفرو عارض کړی او هلته يې څلور کسان نيولي دي، دا مې خپلې ځمکې دي، اخېستې مې دي، د هېچا حق نه شته راسره، هره ورځ زما په کلا باندې جنګ کېږي، طالبان غواړي دلته مرکزيت جوړ کړي او دوی سازش کړی، دوی چې کومې ځمکې دي او هغه يې زاوه والو ته ورکړې او په هغوی يې خرڅې کړې."

پاچا خان ځدراڼ دا هم نه مني چې ده دې شخصي زندانونه جوړ کړي وي، خو وايي چې که حکومت هر ډول فيصله وکړي، دی به غاړه ورته کېږدي.

پر همدې مهال د پکتيا والي وياند عبدالله حسرت د خلکو خبرې او مظاهره تاييدوي او وايي چې د دې موضوع د برسۍ لپاره د پکتيا ولايتي ادارې هڅه کړې چې يو باصلاحيته هئيت وټاکي او ستونزې ته دايمي حل لار پيدا کړي.

ښاغلي حسرت زیاته کړه:

"يو هيئت به ټاکل کېږي چې هلته د ځمکې تثبيت وشي او د ستونزې اساسي حل ولټول شي، د اختر رخصتيو دا کار لږ وځنډاوه او موږ د نورو قومي او قبيلوي ستونزو د هواري لپاره، سرحدي ولسواليو ته سفر کړی و، چې دا ستونزه لږ وغځېده، ان شاالله ډېر ژر به د دې ستونزې د هواري لپاره اقدامات وکړو او دا ستونزه به په بنيادي ډول حل کړو."

د ځمکو دا لانجه په داسې مهال کې راپورته کېږي چې تر دې وړاندې هم ډېر ځله د ځمکو پر سر لانجې رامنځته شوي او ټولې تر دې مهاله لا ناحله پاتې دي او د چارو د کارپوهانو په قول چې په دغو لانجو کې ولايتي اداره، محاکم، څارنوالي او قومي جرګه ماران خپلو جيبونو ته جيب خرڅ او غټې غټې ونډې اخلي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG