نن د سې شبنې په ورځ د خوست ولایتي شورا غړو د یاد ولایت د امنیه قوماندان فیضالله غیرت د دندې د ځنډېدو په اعتراض کې د ولایتي شورا دروازه وتړله.
د ولایتي شورا غړو وویل، له مرکز څخه د امنیه قوماندان د چارو د څېړنې لپاره لېږل شوي پلاوي ولسمشر ته له حقیقتونو لیرې او ناسم معلومات ورکړي او له همدې کبله ولسمشر د جنرال غیرت د دندې د ځنډولو هدایت کړی دی.
د ولایتي شورا غړو له مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې پر امنیه قوماندان د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره دې یاد ولایت ته یو نوی او بېپرې پلاوی ورولېږي.
دوی ګواښ وکړ د ولایتي شورا دروازه به تر هغه نهپرانیزي چې د نوي هیئت له لوري پر امنیه قوماندان د لګېدلو تورونو پایلې اعلان نهشي.
د خوست د ولایتي شورا رئيس کفیل ریحان وویل، خلک د امنیه قوماندان له کړنو، شفافیت او ښه سلوک څخه رضایت لري او ملاتړ یې کوي.
دی وايي، د امنیه قوماندان پر پاکوالي باور لري او که چېرې د فساد تورونه ورباندې ثابت شي، نو ولس بهيې په خپله محبس ته ورولي.
د خوست د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان پر دې خواشیني وښوده چې حتی ولسمشر ته هم سم او پر حقایقو بنا معلومات نهورکول کېږي.
د ده په وینا هغه پلاوی چې د خوست د امنیه قوماندان د کړنو د بررسۍ لپاره راغلی وو، بدبختانه ولسمشر تهيې ناسم راپور ورکړی چې له کبلهيې د غیرت دنده وځنډول شوه.
قدیم افغان وايي، دوی ځکه د ولایتي شورا دروازه وتړله چې مرکزي حکومت د امنیه قوماندان د مسئلې د څېړلو لپاره یو ګډ پلاوی وټاکي، قوماندان که مجرم وو باید محبس ته ولاړ شي او که راپور کې غلطي وه، نو باید مخکېني پلاوي ته مجازات ورکړل شي.
د خوست د ولایتي شورا یو بل تن غړی عبدالولي واحدزی وايي چې د خوست خلک د فساد پر وړاندې د ولسمشر د ارادې او کلک هوډ ستاینه کوي، خو هیله کوي چې قضاوتونه باید ړانده نهوي او په حقیقتونو باندې ولاړ وي.
د ده په وینا که چېرې جنرال غیرت خاورې او ولس ته څلور کاله صادقانه خدمت کړی وي، نو بیا د مرکزي حکومت لهخوا د هغه د دندې د ځنډېدو او تعلیق پرېکړه دوی لپاره د منلو وړ نهده.
د خوست د ولایتي شورا غړو ګواښ وکړ، که چېرې تر درېیو ورځو د دوی د غوښتنو په باب د مرکزي حکومت غبرګون معلوم نهشو، نو د ځايي ولایتي شورا غړي، د مدني ټولنې فعالان او قومي مخور به د اعتراض په بڼه ښار کې د تحصن خیمې ولګوي.
په پای کې د ولایتي شورا غړي تر خبري کنفرانس وروسته له ودانۍ په ډلهییز ډول راووتل او د ولایتي شورا په دروازه پسې يې قلف واچوه.
بل لوري ته جنرال فیضالله غیرت هم ویلي چې نهیوازې دی، د ځمکو د غصب په هېڅ قضیه کې لاس نهلري، بلکې د استوګنې درې ښارګوټي يې د ځمکو له غاصبینو څخه خلاص کړي دي.
راپور: نجیبالله الوخېل