د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

په افغانستان کې د ځمکو د غصب د دوام په اړه اندېښنې!


د افغانستان د ولسي جرګې د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون غړي، ځیني مدني فعالان او یو شمېر عام خلک په دغه هېواد کې د ښارګوټو او په بېلابېلو طریقو او نومونو د ځمکو غصب اندېښمن کړي دي.

د ولسي جرګې د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون غړي شهزاده شاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې د حکومت مبارزه د سیاسي مصلحتونو قرباني شوې ده او د غصب لړۍ اوس هم روانه ده.

شهزاده شاهد
شهزاده شاهد

نوموړي زیاته کړه:

"د ځمکو غصب په افغانستان کې خطرناکه مسئله ده، د ولسونو او حکومت ترمنځ‌یې واټن رامنځته کړی، په تېرو ۱۶ کلونو کې په ډېرې بې‌رحمۍ ځمکې د ښارګوټو په نوم غصب شوې دي، د غصب لړۍ اوس هم روانه ده."

ښاغلی شاهد له حکومت نه غواړي چې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې اراده پیاوړې او هلې ځلې تېزې کړي.

که څه هم د ټولو غصب شویو ځمکو په اړه دقیق ارقام په لاس کې نشته، خو د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره وايي د دوی موندنې ښيي چې په ۳۰ ولایتونو کې د غاصبینو له خوا یو اعشاریه درې میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې.

د دغې ادارې ویاند غلام حسین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې ډېری غصب شوې ځمکې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په هغه وخت کې چې احصایه راټوله شوې د ۱۵۸۳۱کسانو له لوري په شااو خوا ۳۰ ولایتونو کې یو اعشاریه درې میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده او دغه تر ولسوالیو او کلیو پورې رسېږي چې په بېلابېلو برخو کې کټه ګوري شوې ده."

دا چې دغه ځمکې د چا له خوا غصب شوې دي؟ اوس یې هم غصب روان دی؟ هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اړوندو ادارو او له باوري سرچینو معلومات ترلاسه کړو، خو له پرلپسې هلو ځلو سره سره بیا هم څوک خبرو کولو ته چمتو نه شول او نه یې هم په دې اړه ارقام راکړل.

خو له فساد سره د مبارزې عالي ادارې رئیس که څه هم د کوم ځانګړي کس نوم نه اخلي، خو وايي چې په غصب کې ځینې وزیران، ځینې وکیلان، ځينې رهبران او سیاسي ډلې لاس لري.

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري ازادي راډیو ته وویل له بده مرغه حکومت نه دی توانېدلی چې لوی غاصبین د قانون منګولو ته وسپاري.

سید حسین فخري
سید حسین فخري

نوموړي زیاته کړه:

"د ځمکو په غصب کې وزیران، وکیلان، رهبران او سیاسي ډلې لاس لري، له بده مرغه تراوسه حکومت نه دی توانېدلی، د ځمکو لوی غاصبین د قانون منګولو ته وسپاري."

په ورته وخت کې د افغانستان د ځمکو خپلواکې اداره وايي، دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې زیاتې هڅې کړې دي.

افغان ولسمشر د تېر لمریز کال په عقرب میاشت کې په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې د غصب شویو ځمکو په بېرته راګرځولو او د غاصبینو پر نیولو ټینګار کړی و.

محمد اشرف غني ویلي چې راتلونکی کال به حکومت د غصب شویو ځمکو پر مسئلې ډېر تمرکز ولري او تراوسه ۴۰۰ سوه زره جریبه ځمکه بېرته له غاصبینو څخه راګرځول شوې دي.

تر دغو څرګندونو ورسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و چې د ولسمشر د سپارښتنې له مخې یې د سلګونه جریبې ځمکې د غصب مخه نیولې ده.

دوو تنو کابل ښاریان وايي چې په کابل کې ډېری ځمکې په ده سبز او بګرامیو ولسوالیو او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې غصب شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېره ځمکه په کابل کې غصب شوې، په بګرامویو، په ده سبز ولسوالیو کې، په پلچرخي، دشتي برچي او چمتلې دښته کې زیاته ځمکه غصب شوې ده، د هرچا چې زور رسېدلی دولتي ځمکې یې غصب کړې."

"هغه ځمکې چې خلکو غصب کړې، حکومت باید په هر ډول چې کېږي، هغه بېرته راوګرځوي."

د افغانستان د ځمکو خپلواکې اداره وايي چې په هېواد کې د ځمکو غصب د نجیب الله د حکومت په وروستیو کې پیل شوی چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې پراخ شوی او دغې ستونزې په افغنستان کې د سترو پروژو مخه ډب کړې ده.

د دغې ادارې ویاند غلام حسین رحماني وايي په غاصبینو کې قومي مشران، یو شمېر فرصت طلبه دولتي چارواکي، د سیمې بانفوذه خلک او همدا رنګه د ملي اردو او ملي پولیسو ځیني افسران شامل دي چې په کابل کې یې د دولتي چارواکو له خوا ملاتړ کېږي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د ځمکو په غصب کې د دغه وزارت د کارونکو ښکېلاتیا نه تائید او نه هم ردوي، خو وايي وزارت ژمن دی چې د غاصبینو په وړاندې مبارزه وکړي.

په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې د افغاني شبکې رئیس خان زمان امرخېل د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې پر ټکنیو او سستو اقداماتو انتقاد کوي.

ښاغلي امرخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې له څارنوالۍ او محکمو وغوښتل چې له جراات څخه دې کار واخلي او د هغه چا نومونو دې افشا کړي چې دولتي ځمکې یې غصب کړې وي.

نوموړي زیاته کړه:

"څارنوالي او محکمې باید له جرات څخه کار واخلي د هغه چا نومونه افشا کړي چې د ځمکو په غصب کې لاس لري په دې سره غاصبین چې د حکومت په وړاندې ګام پورته کوي، نو ولس به د حکومت تر شاه ولاړ و."

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د قانون د حاکمیت په عالي شورا کې له غاصبینو سره د ګتورې مبارزې لپاره د یوې اختصاصي محکمې د جوړېدو وړاندیز شوی.

د افغان ولسمشر د ویندوي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکو د غصب د پدیدې لپاره وړاندیز کړی چې په دې اړه یوه اختصاصي محکمه ایجاد شي، څو په ګټوره توګه وتوانېږي چې د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې مبارزه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځمکو خپلواکې اداره وايي د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یې یوه نوې مقرره جوړه کړې ده چې له انفاذ وروسته به د ځمکو غاصبین عدليي او فضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG