افغانستان
د لوګر محمد اغې اوسېدونکو د ځمکو د غاصبینو پر ضد لاریون وکړ
نن د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو د یو سولهییز لاریون په ترڅ کې له ځايي ادارې وغوښتل چې د دوی دښتې او څړځایونه دې له غاصبینو خلاص کړي.
دوی زیاتوله د محمداغې دښتې په اړه د درې ګونو محاکمو شرعي حکم موجود دی چې دولتي ملکیتيې تثبیت کړی، نو ځايي اداره قانوني مسؤلیت لري چې دا ځمکې له غاصبینو خلاصې کړي، تر څو د حکومت لهخوا پهکې د پلان مطابق پرمختیايي پروژې پلې شي.
لاریونوالو ویل، دا ستونزهيې په کراتو ځايي ادارې سره شریکه کړې، خو اجرأت پرې نهدي شوي، هغوی ګواښ وکړ چې د یادې ځمکې د خلاصون تر وخته به خپل سولهییز او مدني حرکتونه روان وساتي.
د لاریون یو تن ګډونوال محمد انور ازادي راډيو ته وویل چې د دې ځمکو په غصب کې یو شمېر پخوانیو چارواکو هم لاس لاره، ځکه د غاصبینو پر وړاندې يې نهیوازې دا چې اقدام نهکاوه، بلکې د هغوی جعلي اسناد بهيې سم او د تطبیق وړ بلل.
محمد انور زیاته کړه:
"موږ د نهو کلیو خلک له دې ځای نه موږ د سونګ بوټي وړو، دلته مو مالونه او څاروي راوستل، په دې ځمکې دعوا اتلس کاله دوام وکړ، بالاخره درې ګونو محاکمو فیصله وکړه چې دا ځمکه دولتي ده او غصب شوې ده، تېر مسؤلین ټول دې غاصبانو سره په غصب کې شریک دي، ځکه چې پیسې يې واخیستې او جعلي قوالهيې ومنله، زموږ دا سولهییز لاریونونه به تر هغه دوام ولري، تر څو چې موږ خپل حق ته ورسېږو."
بلخوا د محمداغې ولسوال محمد نصیر امین لاریونوال په حقه بولي او نوموړی هم له ځايي ادارې غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.
د محمداغې ولسوال وايي، دغو کسانو چې ځمکهيې لاندې کړې، په شرعي قواله کې یوازې ۱۴ جریبه ځمکه لري، خو ۲۲۵۰ جریبه ځمکهيې غصب کړې او لسګونه کورونهيې پهکې اباد کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۶ کالیزه
نن د مرغومې شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۶ کالیزه ده .
له ننه ۴۶ کاله پخوا لسګونه زره شوروي ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې افغانستان ته ننوتل، هلته یې د حفیظ الله امین په مشرۍ حکومت ړنګ او د خلق ګوند د بلې څانګې مشر ببرک کارمل په واک کینولو.
لس کاله وروسته شوروي ځواکونه دافغانستان د خلکو د مقاومت په نتیجه کې له هیواد ووتل خو دغه یرغل او جګړې په افغانستان کې درنه مرګ ژوبله را مینځته کړه ، په ملیونو خلک یې کډوال کړل او داسې ژور اثاریې پریښودل چې ولس یې تراوسه هم نتایج ګالي.
ازبکستان وايي، افغانستان ته یې د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي
د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې اعلان کړی چې دغه هېواد د ۲۰۲۵ میلادي کال له جنورۍ څخه تر نوومبر پورې افغانستان ته د دیارلس سوه میلیون ډالرو صادرات کړي دي.
د دې معنا دا ده چې افغانستان د ازبکستان د صادراتو درېیم ستر سوداګري شریک دی.
د دې ادارې پر اساس، ازبکستان په یاده موده کې بېلابېلو هېوادونو ته ټولټال د ۳۰.۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې له دې منځه د ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي یې افغانستان ته صادر کړي دي.
د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د راپور له مخې، د تېر میلادي کال د ورته مودې پرتله د دې هېواد صادرات ۲۶.۲ سلنه زیات شوي دي.
د ازبکستان تر ټولو ډېر صادرات روسیې ته شوي دي. له هغې وروسته په ترتیب چین، افغانستان، قزاقستان، ترکیه، فرانسه، متحده عربي امارات، قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان ته شوي دي.
د ازبکستان د ملي احصایې ادارې څو ورځې وړاندې هم اعلان کړی و چې سږ کال افغانان د هغو بهرنیو وګړو په منځ کې تر ټولو مخکښ دي چې د سوداګریزو موخو لپاره دې هېواد ته داخل شوي دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، چې د قوس په ۲۷مه اعلان شوې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۳۳۹ زره او ۵۸۵ افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي دي.
د چین ایم سي سي شرکت د عینک د لرغونو اثارو د خوندي کولو طرحه چمتو کړې
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د چین ایم سي سي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.
د چین ایم سي سي شرکت په ۱۳۸۷ لمریز کال د افغانستان د هماغه مهال له حکومت سره د عینک د مسو کان د استخراج موافقه لاسلیک کړه خو تراوسه پورې یې په دې کان کې نه یوازې کار نه دی پیل کړی بلکې له هغو شرطونو په شا شوی چې د موافقې په لاسلیک کې یې منلي وو.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چینايي شرکت مسوولانو ژمنه وکړه چې د لرغونو اثارو په اړه به د خپلو څېړنو نتیجې له دې وزارت سره شریکې کړي.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې په بدخشان کې خلکو شکایت کړی چې چینايي لوري د موافقې خلاف د سروزرو د کان په استخراج کې د افغانانو پر ځای ټول ساده او تخصصي کارونه چینايي اتباعو ته سپارلي دي.
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.
جاپان د زیانګالو افغانانو د ملاتړ لپاره ۳ میلیون ډالره نوره مرسته اعلان کړه
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان د زیانګالو قشرونو د ملاتړ لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د دې ادارې د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، دا مالي مرسته به د افغانستان د بشري وضعیت ښهوالي او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتولو په هدف ولګول شي.
ویل شوي چې دا پروژه به په ځانګړي ډول د میندو، نوزېږو، ماشومانو او ځوانانو لپاره روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې مرستې یوه برخه به د هغو کورنیو او کسانو د روحي ـ ټولنیز ملاتړ د برابرولو لپاره وکارول شي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي، په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو او محرومو سیمو کې.
د تېرې لیندۍ یا قوس د میاشتې په وروستیو کې هم جاپان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیون امریکايي ډالر تصویب کړي دي.
د یاد بیان له مخې، له دې تازه مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.
افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړی محمد حامد میوند وفات شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر او د تدریساتو د برخې مسوول محمد حامد میوند د پنجشنبه په ورځ په کابل کې ومړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې محمد حامد میوند کلونه کلونه د افغانستان د فوټبال د روزونکو او حکمانو په روزونه کې مهمه ونډه لرله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محمد حامد میوند د مړینې علت نه دی څرګند کړی، خو یوشمیر کورنیو رسنیو لکه طلوع نیوز یوازې دومره ویلي دي چې نوموړي په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې د نژدې څلور میلیارډه افغانۍ په ارزښت پروژې پرانیستل شوې
په هرات کې د بریښنا د لیږد او ویش څلور پروژې پيل او پنځه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پرروژې چې نژدې څلور میلیارډه افغانۍ لګښت لري، پرون پرانیستې.
د پرانیستو په غونډه کې ښاغلي برادر وویل چې د دې ټولو پروژو له بشپړیدو سره به د هرات صنعتي پارکونو او صنعت کارانو ته څلرویشت ساعته بریښنا چمتو شي.
افغانستان خپله لویه برخه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او په ژمي کې چې د بریښنا لګښت ډیریږي د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د بریښنا پارچوي زیاتیږي.
د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي
ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.
دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.
د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
هه نګاو: ایران سږ کال ۶۵ افغانان اعدام کړي
ایران د نذیر په نوم یو افغان اعدام کړ. د بشري حقونو سازمان ( هه نګاو) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوه افغان په ګډون د ایران په څو زندانونو کې دولس بندیان اعدام شول.
د بشري حقونو موسسې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د اعدام پر سزاګانو نیوکې کوي او وایي چې نه محکمې عادلانه دي او نه هم شفافې.
د هه نګاو د راپور له مخې د کال له پیله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه یو زر دوه تنه اعدام شوې دي چې پنځه شپیته یې افغانان دي.
اسراییل په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وژلی
اسراییل وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو مهم غړی یې په لبنان کې وژلی دی.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حسین محمود مرشد الجوهري د استخباراتو او داخلي امنیت د ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په نصریه سیمه کې ووژل شو.
د اسراییل د پوځ په وینا الجوهري له سوریې او لبنان څخه د اسراییل پرضد پلانونه جوړل.
ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې
د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.
د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.
تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.