په داسې حال کې چې يو شمېر ځوانان په هېواد کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې د حکومت د پاتې راتلو له کبله انتقاد کوي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی لهخوا د اعلان شویو نږدې ۱۸ زره بستونو لپاره شااوخوا ۲۸۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د دغې ادارې رئیس نادر نادري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، حکومت په يوازې توګه نهشي کولای په هېواد کې ټولو بېروزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او پهدې برخه کې د خصوصي سکټور همکاري ضروري ده.
نادر نادري
دی وايي:
"هغه زیات شمېر کسان چې له پوهنتونونو فارغېږي، يوازې د دولت په دستګاه او ادارو کې د دوی جذبول ممکن نهدي، په دې برخه کې د نورو هېوادونو په شان د خصوصي سکټور همکاري ډېره اړینه ده چې ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کړي، اوس نو د اعلان شویو بستونو لپاره زموږ لنډ لېست هم دومره لنډ نهدی او له ۲۸۰ زره کسانو نه ۲۲۵ زرهیې په شرایطو برابر ګڼل شوي دي."
ښاغلي نادري وویل، په شرایطو برابرو کسانو څخه به د یوې شفافې پروسې له لارې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ازموینه واخیستل شي.
د ده په خبره د يادو تشو بستونو لپاره له کابل ولایته ۷۷ زره، د ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو څخه بیا شااوخوا ۱۵-۱۵ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د معلوماتو له مخې هغه درېیم او څلورم درجه تش بستونه چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ادارو کې تش پاتي په نښه شوي او ډېر ژر به ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.
د يو شمېر راپورونو له مخې هر کال د هېواد له بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو نه د ۵۰ نه تر ۷۵ زرو پورې ځوانان فارغېږي چې تر ټولو لویه ستونزهیې بېروزګاري ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په هېواد کې ۱،۹ میلیونه کسان مطلق وزګار دي او په وقفهیي ډول د اوزګارو خلکو شمېر ۱.۴ میلیونه کسانو ته رسېږي.
د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي عبدالواسع او خالد وايي، په هېواد کې ورځ تر بلې د بېروزګارۍ کچه مخ په زیاتېدو ده چې ځوانانيې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
دوی وايي:
"بېکاري زیاته شوې ده او هغه ۱۸ زره بستونه چې د حکومت لهخوا اعلان شوي دا ښه اقدام دی، خو هغه کسان باید ورته راشي چې د دې ظرفیت ولري."
"دا ښه خبره ده چې حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابروي او ۱۸ زره بستونهيې اعلان کړي دي. دا شان خصوصي سکټور هم باید کارخانې جوړې کړي چې ځوانانو ته پهکې د کار زمینه برابره شي."
په افغانستان کې مخ په زیاتېدونکي بېروزګاري یو زیات شمېر ځوانان اړ کړل چې بهرنیو هېوادونو او په تېره بیا اروپایي هېوادونو کې غیر قانوني مهاجرتونه وکړي.
د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې یو زیات شمېر دغه ځوانان د ښه ژوند په لټه کې اروپا ته په لار د بېلابېلو پېښو ښکار او د مرګ کومې ته وغورځېدل.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود که څه هم د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي، خو غوښتنهيې دا ده چې د میلیونونو بېروزګارو ځوانانو برخلیک ته هم باید جدي پام وشي، څو ځوانان له دغه رنځه خلاص او د نورو د لاس اله نهشي.
راپور: واصل وصال