د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

پانګونې ته د ځوانانو د هڅونې دوه ورځنی کنفرانس په کابل کې جوړ شو


په کابل کې د ځوانانو نړیوالې شبکې سوداګرۍ او پانګونې ته د ځوانانو د هڅونې په خاطر دوه ورځنی کنفرانس رابللی دی.

د ځوانانو نړیواله شبکه چې د سوداګرۍ په لورې د ځوانانو تر عنوان لاندې یې په کابل کې دوه ورځنی کنفرانس رابللی، وايي چې هڅه کوي چې ځوانان پانګونې او سوداګرۍ ته وهڅوي.

بې روزګاره افغان ځوانان
بې روزګاره افغان ځوانان

د دغې شبکې مرستیال احمد فیصل د کنفرانس په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل، دوی د داسې کنفرانسونو له لارې ځوانان په خپلو منځونو کې همکارۍ او له کاري زمینو څخه ښو استفادو ته هڅوي.

ښاغلي احمد فیصل وویل:

"زموږ هدف دا دی چې ځوانان سره را غونډ کړو، د دوی هغه مفکورې چې سره نېږدې او ورته دي، شریکې کړي او په ټوله کې بیا دغه ځوانان سوداګري پیل کړي، تر اوسه موږ د ۳۰ سلنه ځوانانو پام سوداګرۍ ته اړولای او دوی اوس خپله سوداګري لري."

د ځوانانو نړیواله شبکه په ۲۶ هېوادونو کې سوداګرۍ او پانګونې ته د ځوانانو د هڅونې په خاطر کار کوي او پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې یې هم فعالیت پیل کړی دی.

د دغې شبکې مرستیال وايي، د دوی د هڅونې پروګرامونه هر کال د افغانستان په شپږو ولایتونو کې جوړېږي او د لسګونو ځوانانو پام یې ځانته اړولای دی.

بل خوا د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې د دغې کنفرانس پر ګډونوالو ټینګار وکړ چې هغه ځوانان چې د کار د پیدا کېدو په لټه کې دي، باید ورته زمینې برابرې شي.

د افغانستان لومړۍ مېرمنه بي بي ګل غني
د افغانستان لومړۍ مېرمنه بي بي ګل غني

​ په دغو برخو کې د هڅو خبر داسې وخت ورکول کېږي چې د دغه کنفرانس د ګډونوالو په باور، ځوانانو که څه هم ښې وړتیاوې تر لاسه کړي، خو بې برخلیکه ژوند لري.

خو له دې ټولو سره پوښتنه دا ده چې که ځوانان هڅېږي، پر وړاندې یې کوم امکانات شته او دولت یې کومې ستونزې حل کړې دي؟

د افغانستان د ملي تدارکاتو د ادارې رئیس الهام عمر وايي، دوی له هر بل وخت څخه ځوانانو ته د پانګونې په خاطر شرایط اسانه کړي دي.

ښاغلی عمر زیاتوي:

"ډېر وخت زموږ هڅه دا ده، هغه سخت شرایط چې په کمپنیو ایښودل شوي چې هره کمپنۍ نه شي کولای، د دولتي تدارکاتو له لارې یوه پروژه خپله کړي، اسان کړو، موږ د ځوانانو د نړیوالې شبکې په غوښتنه، د پولي تخنیک پوهنتون ته زر بستونه اعلان کړي چې تر رتلونکو دوه میاشتو به ځوانان له موږ سره په کار لګیا شي."

له دې ټولو سره د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهور رئیس سالاکارې فرخندې زهره نادري دې غونډې ته وویل چې حکومت له نړیوالو بسنټونو سره په همکاری ځینې داسې پروژې په پام کې لري چې د خلکو اړتیاوې پوره کوي.

نوموړې وايي، د دې پروژو په تطبیق کې د ځوانانو ونډې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG