د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۴

امین: په هېواد کې له ۲۰ زرو خالي بستونو ۱۰ زرو ته د ګمارنې پروسه پیلېږي


د افغانستان د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي، اوس مهال په افغانستان کې نېږدې ۲۰ زره بستونه خالي دي چې د ۱۰ زره بستونو لپاره به ډېر ژر د ګومارنې پروسه پیل شي.

د دې کمېسیون شکایاتو ته د رسېدنې د بورډ رئیس روح الله امین د سې شنبې په ورځ د کمېسیون د شپږمیاشتنې راپور د شریکولو په هدف په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تر راتلونکو دوه اوونیو کې به د ۷۰۰ خالي بستونو لپاره د ازادو سیالیو له لارې ازموینه واخېستل شي.

نوموړی وايي چې د خلکو شکایتونو ته په کتو، لا هم د ګومارنې په پروسه کې ستونزې موجودې دي چې دوی يې د ختمولو په هدف هلې ځلې کوي.

امین: دا هر څه د ا صلاحاتو پر وړاندې لویه ننګونه ده.
امین: دا هر څه د ا صلاحاتو پر وړاندې لویه ننګونه ده.

ښاغلی امین زیاتوي:

"څه ډول چې تمه کېده او معقوله وه، د استخدام ټوله پروسه هغسې مخ ته نه ده تللې، نو په همدې خاطر تاسې د شکایاتو په څېړنه کې ولیدل چې له بده مرغه په استخدام کې وړتیا ته ترجیح نه ده ورکړل شوې، نو له همدې امله شکایتونه هم موجود دي او دا هر څه د ا صلاحاتو پر وړاندې لویه ننګونه ده."

ښاغلي امین وویل چې د یوه منظم پلان نه درلودل، د ادارو او کمېسیون ترمنځ نه همغږي او د تشکیل او بستونو په منظورۍ کې ځنډ، هغه څه دي چې د کمېسیون د مسؤلینو په وینا، له امله يې د ګومارنې پلان شاته کړی دی.

نوموړي دا هم وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې يې یو دوکتور، ۱۰۰ ماستران او ۱۵۰۳ لېسانس استخدام دي چې په دې کسانو کې ۵۰۰ ښځې دي.

د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د موندنو له مخې، ادارې لا هم د ګومارنې په برخه کې ستونزې لري.

د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د استخدام هڅې په داسې حال کې پيل کړې چې د کار اوټولنیز چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې یو اعشاریه ۹ میلیونه انسانان بې کاره دي.

څه موده وړاندې د ډېموکراسۍ انټرنېشنل په نامه یوې مدني ټولنې په خپلې ترسره کړې سروې کې ویلي وو چې بې کاري د هېواد د ځوانانو پر وړاندې لویه ستونزه ده.

د دې سروې په اساس چې د هېواد ځوانان د ناامنیو په نسبت، د بې کارۍ له ستونزې زیات ځورېږي.

مخ په زیاتېدونکې بې کارۍ او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل عمده دلایل په ګوته شوي چې په هېواد کې یې بې کاري زیاته کړې ده.

وړاندې تر دې جمهور رئيس اشرف غني د کار موندنې د ملي پروګرام د پیلولو پر مهال ویلي چې زرګونو ځوانانو ته به په هېواد کې دننه د کار زمینې برابرې کړي.

حکومت دا ژمنه هم کړې چې د ټاپي پروژې له پيلېدو سره به، زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالان وايي چې حکومت د ګمارنو په برخه کې، د وړتیاوو پر ځای اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

له دې ډلې راحت ګل زیارمل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د «سي. بي. ار» په پروسه باندې ډېر اعتبار نه شي کېدای، ممکن د دې پروسې سرنوشت په نهایت کې د داسې چا په لاس کې وي چې وغواړي یو څوک بریالي کړي، بریالي کوي يې او که وغواړي ناکام يې کړي، ناکاموي يې."

ښاغلي زیارمل غوښتنه وکړه چې افغان حکومت باید د یو منظم میکانیزم له مخې، د خالي بستونو د ډکولو په هدف، تخصصي ازموینې واخلي، ترڅو له یوې خوا د دولت بستونه ډک او له بلې خوا بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG