د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو یو شمېر قومي مشران، مدني فعالان، ځوانان، دیني علماء او د ولایتي شورا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې ناامني، فساد، بېعدالتي، بېکاري، ظلم او زیاتی خپل اوج ته رسېدلی، خو دولتيې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
دغو خلکو یادې خبرې نن سې شنبه په یوې جوړې شوې غونډه کې وکړې او له مرکزي ادارې څخهیې غوښتنه وکړه چې ارزګان ولایت ته جدي پاملرنه وکړي او پر خپلو کړو ژمنو دې وفا وکړي.
په ورته وخت کې بیا ارګ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال شریفالله شرافت راپور واورئ: