د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

ځایي خلک: په کندز کې نا امنۍ او بې کارۍ ورځنی ژوند ترخ کړی


په دغه ولایت کې زیات شمېر بې کاره او بې روزګاره خلک وايي چې د ژمي په رارسېدو سره له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دغو خلکو د خبرو پر بنسټ چې جګړو او نا امنیو د خلکو پر ورځني کاروبار منفي اغېزه کړې او هغه خلک چې د خپل ژوند چارې او ستونزې د ورځنۍ مزدورۍ له لارې سمبال او هواروي، وايي چې بې کارۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

بازمحمد چې هره ورځ د کندز ښار ته د مزدورۍ پیدا کولو لپاره راځي، وايي چې کار ورته نه پیدا کېږي چې له امله یې ژوند له سختو ننګونو سره مخ دی.

په کندز کې یو شمېر بې روزګاره ځوانان
په کندز کې یو شمېر بې روزګاره ځوانان

نوموړی زیاتوي:

"هر سهار چوک ته د مزدورۍ پیدا کولو لپار راځو، د کور خرڅ نه پیدا کېږي، خو در په در او ګډه وډه زنده‎ګي ده، که ماشومان مو رانه یو شې وغواړي، بهانې ورته کوو او جنګ در په در کړي یوو، له ښاره دباندې کار ته هم تللي نه شو."

د دې ولایت د عرضبیګې جومات مخې ته هره ورځ سلګونه بې کاره خلک د ورځنۍ مزدورۍ د موندلو په خاطر را ټولېږي، له دغو ځوانانو یوه تن عبدالمالک ازادي راډيو ته وویل:

"که جنګ او جګړه نه وي، کاروبار به وي او هره ورځ به کار پیدا کېږي، ځکه دهقانان د کرنیزو کارونو لپار ښار ته په مزدوران پسې راځي، خو چې جنګ شروع شي، بیا کاروبار نه پیدا کېږي او ترڅنګ یې دوکانداران هم د توکو نرخونه قیمته کوي."

په دې ولایت کې بې کاره خلک پر حکومت غږ کوي چې په کندز کې د سپین زر فابریکه بېرته فعاله کړي، څو بې کاره خلک په کار بوخت شي او د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.

۴۰ کلن امیرمحمد د خپل ژوند په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې سړې هوا کې هره ورځ دلته د کار لپاره راځو، خو کاروبار هم نشته او ماښام بېرته وچې شونډې کورته ځو، جګړو او نا امنیو موږ در په در کړي یوو، اوس مهال له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو."

د معلوماتو له مخې، د کندز دوهم ځلي سقوط او په دې ولایت کې د شته نا امنیو له کبله ډېری شتمن خلک او پانګوال وتلي، نو له کبله یې د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې له دې ولایت څخه د پانګوالو د وتلو له کبله د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت
د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت

ښاغلی وحدت وایي:

"په کندز کې پخوا زیات شمېر ملي او نړيوالو سوداګرو فعالیت درلود، خو د ناامنیو له کبله یو شمېر پانګوال ووتل، نو له کبله یې په دې ولایت کې د اقتصادي ستونزو کچه لوړه شوي ده."

خو بل پلو په کندز کې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست چارواکي وايي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو لړ پروګرامونه او برنامې ترلاس لاندې لرې، نو په پلې کولو سره به یې د هېواد زیات شمېر ځوانانو ته د کار بوختیا برابره شي.

په کندز کې د مدني ټولنو فعالان، بې کاري او فقر په انسانې ټولنه کې د ناخوالو او د بېلابېلو پدېدو زېږنده یادوي او زیاتوۍ چې تر څو چې د بې کارۍ او فقر لمن له انساني ټولنې څخه ټوله نشي، نو د ټولنې خلک هېڅ وخت هم پرمختګ او ځان بساینې ته نشي رسېدلی، خو هغو ملتونو چې د بې کارۍ او فقر پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړه، نو له کبله یې اوس مهال د ژوند له سهولتونو څخه برخمن او ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.

دوی وایي، د افغانستان دولت او ملت هم باید د بې کارۍ او فقر پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي، څو په راتلونکي کې ځان بسانیې او پرمختګ ته ورسېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG