د پکتیکا ولایت ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر استازو د " پکتیکا وژغورۍ" په نوم په یوې خبري ناسته کې وویل چې د پکتیکا د والي په توګه د الیاس وحدت موجودیت، د دغه ولایت د اوسېدونکو او دولت پر زیان او د قانون ماتوونکو په ګټه دی.
دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۴» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې الیاس وحدت بېکفایته، په اداري فساد او نا امنیو کې ښکېل او د قانون ماتوونکو ملاتړی دی.
دوی له حکومته وغوښتل چې د پکتیکا د ژغورلو په خاطر دې، الیاس وحدت د دغه ولایت له مقامه لیرې کړي.
د دې غونډې یوه ګډونوال نور ولي خپلواک وویل:
"ښاغلی وحدت نهیوازې دا چې په مدیریت کې ضعف لري، بلکې په فساد کې هم لاس لري. هلته په ښوونځيو کې زدهکوونکي او ښوونکي نهشته، خو تنخوا ګانې یې والي او نور اړوند چارواکي اخلي."
د دغې ناستې بل ویناوال عبدالحق فقیرزاده، د پکتیکا والي په ناامنیو، له وسلهوالو مخالفینو سره د اړیکو په لرلو او د ګمرک په فساد کې ښکېل وباله.
ځینو ویناوالو دا هم وویل چې له کومې ورځې چې الیاس وحدت د پکتیکا د والي په توګه ګمارل شوی، څو ولسوالۍ یا سقوط شوي او یا د مخالفینو لهخوا د محاصرې حالت ته رسېدلې دي.
دوی له حکومته په کلکه سره وغوښتل چې که د الیاس وحدت پر ځای د پکتیکا ولایت ته بل وړ او رښتیني والي ونهګماري دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
بلخوا د پکتیکا والي الیاس وحدت له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ويېویل چې ده د دغو کسانو د شخصي او غیر قانوني ګټو مخه نیولې، نو ځکه دغه تورونه لګوي.
محمد الیاس وحدت
نوموړي زیاته کړه:
"هر څوک حق لري چې په یو کس انتقاد وکړي او نظر څرګند کړي، انتقاد کوونکي د ګوتو له شمېر نه هم کم کسان دي، دوی شخصي اعراض لري، زه حساب ورکوونکی او تل حاضر یم چې حساب ورکړم."
هڅه مو وکړه په دې اړه د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې نظر واخلو، خو له بیا بیا هڅو سره مو د دغې ادارې له مسؤلینو سره اړیکه ټینګه نهشوه.
راپو: خان محمد سیند