د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د پکتیکا د ګومل د جګړه ځپلې سیمې اوسېدونکي بېړنۍ مرستې غواړي


د پکتیکا ولایت د ګومل له جګړه ځپلې ولسوالۍ څخه ارګون او سروبي ته کډه شوي خلک وايي چې د ژوندانه له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، په ګومل کې يې د کور توکي، موټر، څاروي او هر څه پاتې شوي او یوازې ځانونه، ښځې او ماشومان‌يې نسبتاً امنو سیمو ته رسولي دي.

د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې نه د خوراک او پوښاک توکي لري او نه د سرپنا لپاره‌يې خیمې او کوټې شته.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن د ازادي راډیو مشال څانګې سره خپلې غوښتنې داسې شریکوي:

"خالي مو خپل سرونه راخلاص کړي دي، خپلې ښځې او ماشومان مو له جګړو نه را ایستلي دي، فقط ژوندي خلک راغلي یو، نور هر شی پاتې دي، موږ سره دې د سرپناه او خیمو کمک وکړي، د کرایې پیسې دې راکړي، ټول د لویو ګاډو لاندې شپه تېروو."

د ګومل ولسوالۍ څخه راکډه شوي خلک خپلو هغو خپلوانو او دوستانو ته هم په اندېښنه کې دي چې تر اوسه د جګړې په سیمه کې ایسار دي او هلته د ځای پر ځای شویو ماینونو له وېرې د وتلو لارې نه‎لري.

دوی د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې نه غواړي چې د ګومل په جګړه کې د ایسارو خلکو د ژغورنې لپاره دې ګامونه اوچت کړي.

د ګومل د بې‌ځایه شویو یو تن مشر وايي:

"ډېر سخت شرایط راباندې تېر شوي دي، ماشومان او تور سرې مو را ایستلي دي، نور نه سرپناه لرو او نه بل شی، لارو کې مو ماینونه خښ دي، له دولت نه‌غواړو چې دولت کمکونه راسره وکړي، هلته چې کوم خلک د جګړو په سیمو کې بند پاتې دي او ترې چاپېره ماینونه دي، چارواکو او دیناوالو نه خواهش کوو چې موږ سره مرسته وکړي، ځکه حکومت مور او پلار دی، چې حکومت‌يې غم ونه‌خوري دوی به له کومه وسایل او امکانات پیدا کړي."

بل لوري ته د پکتیکا چارواکي هم د ګومل ولسوالۍ د بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزې مني او اندېښنه څرګندوي چې که چېرې هغوی سره لازمې مرستې ونه‌شي، نو ښايي له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وايي چې ځايي اداره سره له‎دې چې د ګومل د بې‌ځایه شویو سره مرسته کوي، خو د دوی امکانات لږ دي او د هغوی اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

د پکتیکا والي په ټينګار سره د مرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویانو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ده وویل:

"د ګومل د وروستیو جګړو له امله سروبي او ارګون ته د ګومل خلک راکډه شوي دي، بې‌سرپناه دي، کوم څه چې زموږ په وسه کې وي، کمک ورسره کوو، خو دومره څه په لاس کې نه‌لرو چې د دوی د اړتیا په اندازه د مرستې توکي ورته برابر کړو، نو هیله مو د مرستندویه ادارو دا ده چې راشي بې‌ځایه شوي له نږدې نه وویني، ډول ډول مرستې ورسره وکړي، که نه؟ کېدلای شي دوی د بد برخلیک سره مخامخ شي، مریضان شي، هیله مو د مرکز او مرستندونه ادارو دا ده چې دوی په دې برخه کې پوره، پوره کمک راسره وکړي."

پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پراخ او لیرې پروت سرحدي ولایت دی چې د پاکستان د بلوچستان او ځینو قبایلي سیمو سره اوږده ګډه پوله لري.

د ګومل ولسوالۍ په وروستیو اوونیو کې د وسله‌والو مخالفینو او افغان ځواکونو د سختو جګړو شاهده وه.

یاده ولسوالۍ کې که څه هم جګړه شته، خو افغان ځواکونه وايي چې اوس دوی پر حالاتو برلاسي شوي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG