د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د پکتیکا والي: د نشه‎يي توکو ۳۰ مهم کاروباریان او قاچاقچیان نیول شوي


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، که څه هم په یاد ولایت کې د نشه‎يي توکو کرکېله صفر ده، خو کارونه، قاچاق، پېر او پلور يې جدي ستونزه ده چې د مخنیوي لپاره‌يې د ځايي ادارې له هڅو سربېره د خلکو همکارۍ ته هم اړتیا ده.

د یکشنبې په ورځ د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې اوونۍ د لمانځنې په څنډه کې د پکتیکا والي الیاس وحدت ازادي راډیو ته وویل، د یاد ولایت امنیتي او کشفي ادارو د یو کال په موده کې د نشه‎يي توکو ۳۰ مهم کاروباریان او قاچاق کوونکي نیولي او اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته‌يې ورپېژندلي دي.

د پکتیکا والي زیاته کړه، د نشه‎يي توکو د استعمال او قاچاق په مخنیوي کې د ولسونو همکاري مهم رول لري او دی له خلکو غواړي چې انسان او ټولنې ته له‎ دې زیان رسوونکې پدیدې څخه د ژغورنې په خاطر امنیتي او کشفي ادارو سره مرسته وکړي.

د پکتیکا والي الیاس وحدت
د پکتیکا والي الیاس وحدت

د پکتیکا والي وايي:

"د نشه‎يي توکو کرکېله په پکتیکا کې له نېکه مرغه د کلونو راهیسې صفر ده، البته د هغې د قاچاق، کاروبار او خرڅلاو په برخه کې موږ کلکې مبارزې ته ژمن یو، ولسونه راسره همکار دي، موږ د تېر یو کال په جریان کې ۳۰ کسان د نشه‎يي توکو د قاچاقو او خرڅلاو په تور نیولي دي، څارنوالۍ ته معرفي شوي دي، بندیان شوي دي، د ځینو دوسیې يې کابل ته لېږل شوي او په محاکمو کې دي."

په دې ناسته کې یو شمېر دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د نشه‎يي توکو استعمال او هر ډول کاروبار د اسلام له نظره ناروا باله او ویل‌يې چې په دې سره له یوې خوا د نشه‎يي توکو کارونکی ګناه‌کاریږي او بل لوري ته که د هغه نه په تأثر بل څوک دا عمل خپلوي، د هغې د ګناه شریک هم جوړېږي.

د پکتیکا د حج او اوقافو رئيس مولوي ضبط‎الله له امنیتي ادارو هم وغوښتل چې بې‌توپیره د هر ډول نشه‎يي توکو د مخنیوي لپاره دې هڅې وکړي.

مولوي ضبط‎الله زیاته کړه:

"د اسلام پیغمبر فرمايي چې هر نشه کوونکی شی حرام دی، هغه څه چې یو څوک د خدای له ذکره غافله کوي، دا حرام ګرځېدلي دي، دا که چرس وي، که پوډر وي که شراب وي، که هیروئین وي، که‌يې خوراک وي، که‌يې څښاک وي که‌يې څکول وي دا هر څه حرام دي، هر نشه‎يي توکی په هر ډول چې وي دا ټول حرام دي."

بل لوري ته روغتیايي کارکوونکي هم د نشه‎يي توکو استعمال د انسان ژوند لپاره د سخت ګواښ په توګه یادوي او وايي چې ډېری سرطاني او نا اعلاجه ناروغۍ د نشه‎يي توکو د کارونې له کبله پیدا کېږي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئيس ډاکتر ولي ګل په‎‎دې اړه وايي:

"طب ثابته کړې، په هغو کسانو کې سرطان ناروغي ډېره ده، څوک چې سګرټ څکوي او څوک چې نصوار اچوي، دا يې هغه عادي شیان دي چې موږ يې کاروو، په کور کې پلار د خپلو اولادونو په مخکې نشه‎يي توکي کاروي، نو طبعاً اولاد يې هم هغه عادت پیدا کوي، هر هغه څوک چې په نشه باندې اخته دي هغه نه د کور دي نه د بیدیا دي."

د نشه‎يي توکو سره د مبارزې اوونۍ په افغانستان کې د اړوند وزارت له‎خوا د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې په همغږۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې لمانځل کېږي.

په دې اوونۍ کې د نشه‎يي توکو سره د مبارزې پر اغېزمنو لارو چارو د بحثونو تر څنګ د دیني عالمانو، مدني فعالانو، رسنیو او نورو بنسټونو له‎خوا هم خلکو ته د نشه‎يي توکو د زیانونو په باب معلومات ورکول کېږي.

یاده دې وي چې د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې پر نشو د روږدو کسانو شمېر تر یو میلیون اوړي چې درېیمه برخه‌يې نجونې او مېرمنې دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG