د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۲

په پکتیکا کې یوې چاودنې څلور ماشومان او یوه ښځه وژلې ده


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په کور کې چاودنه شوې چې له امله یې د یادې کورنۍ څلور ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او شپږ نور ماشومان او یوه ښځه په کې ټپان شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه نن د چهارشنبې ورځې سهار لس بجې د جاني خېلو په هستۍ کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل:

"د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان شکور د کور مخې ته د چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل ولاړ و، کله چې د یادې کورنۍ ماشومانو موټر سایکل کور ته د ننه کړی په کور کې یې چاودنه کړې او په پایله کې یاده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده، د پېښې ټپيان د جاني خېلو او مرکز ښرنې روغتون ته رسول شوې او روغتیاي حالت یې د ډاډ وړ دی."

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت هم د یوې خبرپانې په خپرولو سره یاده پېښه په سختو ټکو کې غندلې او هغه يې د اسلام او انسانیت څخه لېرې عمل بللی دی.

ښاغلي وحدت ویلي چې وسله والو په دې عمل سره ثابته کړه چې دوی یوازې د افغانانو د وژنې او ځورونې هدفونه تعقیبوي.

تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG