د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د پکتیکا والي وايي د دې ولایت پرمختګ په یوه نوي مسیر روان شوی


د پکتیکا چارواکي وايي چې د حکومت په ملکي او پوځي ادارو کې سلګونه ځوانانو او روڼ اندو ته د کاري زمینو برابرول د دې لامل شوی چې د ولس او حکومت اړیکې نېږدې شي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د خپل یو کلن مأموریت د حساب ورکونې د غونډې په څنډه کې تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پخوا په خلکو او ځوانانو کې یو ډول مأیوسي خوره وه او دوی د خپل هېواد په راتلونکي بې‌باوره وو.

د ده په وینا ډېری حکومتي پوسټونه او څوکۍ تشې وې، د یاد ولایت علمي او مسلکي ظرفیتونو ته پاملرنه نه‌کېده، خو اوسنۍ ادارې له تېر یو کال راهیسې د یو منظم پلان له مخې د پکتیکا په ملکي او پوځي ادارو، پوهنې او نورو برخو کې د دوی جذب ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی وحدت وايي، اوس پکتیکاوال ځانونه په نظام کې ویني او خپل راتلونکي ته هیله‌مند شوي دي.

ده زیاته کړه:

"یو ډول مأیوسي خوره وه، خاصتاً د ځوانانو په منځ کې، د هغې مأیوسۍ په له‌منځه وړلو مو کار وکړ، دوی فکر کاوه چې دا وطن نه‌جوړېږي، دوی فکر کاوه چې سیستم د هر چا لپاره نه‌دی او نه دوی ته په سیستم کې د داخلېدو ځای شته، نو دوی اوس فکر کوي چې وطن جوړېږي او سیستم ته داخل شول، زرګونه ځوانان راغلل، مأمورین شول، کارمندان شول، ښوونکي شول، نظامیان شول او ملکي ادارو کې داخل شول، نو پکتیکا د پرمختګ په یو نوي مسیر باندې روانه شوه."

د پکتیکا والي الیاس وحدت وویل، اوس‌مهال نه‌یوازې د ځايي ادارې سره ولسي همکاري ډېره شوې ده، بلکې پخوا چې مرکزي حکومت او نړیوالې ټولنې ته پکتیکا له پرمختګونو یوه وروسته پاتې سیمه په نظر ورتله، اوس‌يې د امتیاز او ستونزو د حلولو په سر کې ځای لري.

د پکتیکا والي وايي:

"په پکتیکا کې تر ټولو مهم کار دا وو چې موږ د ولسونو سره نېږدې شو، داسې لارې چارې مو په کار واچولې چې ولس احساس وکړ چې حکومت‌يې خپل دی، د حکومت ملاتړ باید وکړي، حکومت ته باید مراجعه وکړي، حکومت سره باید خپلې ستونزې شریکې کړي او حکومت ته باید سلا مشورې ورکړي."

پکتیکا په یوه داسې ولایت مشهور و چې هغې ته به هېر شوی ولایت ویل کېدل، خو د وخت په تېرېدو سره د مشرانو او وکیلانو په ملاتړ موږ نړیواله ټولنه او افغان حکومت په دې قانع کړ چې پکتیکا نور باید هېر شوی ولایت نه‌وي، سیستم ته دا ولایت داسې داخل شو چې د امتیاز په لومړي قدم کې به نیول کېږي او غم به‌يې خوړل کېږي.

بل‎خوا یو شمېر مدني فعالان هم په وروستي یو کال کې د ولس او حکومت ترمنځ د واټن په راکمولو کې د ځايي ادارې هڅې ستایي او ولسوالیو ته د ځايي چارواکو سفرونه او پاملرنه یو ښه اقدام ګڼي.

د یحیی‌خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي، هغه پاملرنه چې په دې موده کې دوی ته شوې، پخوا يې بېلګه نه‌شته.

د حساب ورکونې په دې غونډه کې یو شمېر مشرانو او ګډونوالو یاد ولایت ته د غځېدلو لویو لارو پر امنیتي حالت اندېښنه څرګنده کړه، دوی غوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې دغې برخې ته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، پکتیکا په سوېل ختیځ زون کې د پراخوالي له نظره تر ټولو لوی ولایت دی چې د پاکستان خېبر پښتونخوا او بلوچستان له قبایلي سیمو سره په اوږدو ګډه پوله لري.

د پکتیکا ډېری اوسېدونکي چې په کلیوالي او لیرې اطرافي سیمو کې اوسېږي، تر ډېره د څښاک اوبو، تعلیم، روغتیا او د ژوندانه له نورو ضروري اسانتیاوو بې‌برخې دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG