په منځني ختیځ کې د امریکا لوړپوړي پوځي قوماندان جنرال جوزف ووټل، په افغانستان کې د ژمي پر مهال د وسلهوالو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د شدت غوښتنه کړې ده.
جنرال ووټل د اسوشيټېد پرس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د نویو امریکايي روزونکو موجودیت د وسلهوالو پر ضد د عملیاتو له تشدید سره مرسته کولای شي.
نوموړي ویلي، دا روزونکي به افغان ځواکونو سره د جګړې لومړیو کرښو ته نږدې د ډېر خطر په منلو همکار وي، خو ووټل زیاته کړې چې امریکايي قوماندانان به ډاډمنوي چې امریکايي او د متحدانو ځواکونهیې کافي مصؤنیت ولري.
په داسې حال کې چې د ژمي په سړه هوا کې عموماً په افغانستان کې جګړه کمېږي، جنرال ووټل وايي، د عملیاتو له تشدیدهیې هدف دا دی چې افغان پوځ خپل پوځي کمپاین د ناوخته پر ځای وختي پیل کړي.
د امریکا دې لوړپوړي پوځي قوماندان په خپله مرکه کې زیاته کړې، متحده ایالات غواړي چې پر تهاجمي عملیاتو تمرکز وکړي او همدارنګه د یو داسې لوی تلاش هڅه کوي چې د جګړې د فصل تر رارسېدو مخکې په چټکه توګه د جګړې ابتکار په لاس کې واخلي.
جنرال ووټل زیاته کړې، دا ټول د هغه پلان برخه ده چې امریکا غواړي په افغانستان کې د هغې جګړې لوری بدل کړي چې دا مهال ۱۷م کال ته داخله شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونه باید تل پر وسلهوالو فشار وساتي او باید کار وکړي، څو هر څومره ژر چې کولای شي په جګړه کې برلاسی خپل کړي.
د جنرال ووټل په وینا په داسې صورت کې به چې کله موږ د جګړې راتلونکي فصل ته داخلېږو، موږ د جګړې په ډګر کې خپل کړی ابتکار نور هم پیاوړی کړو.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه په خپلې نوې ستراتېژۍ کې په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو لکه داعش پر ضد د تهاجمي بریدونو په برخه کې امریکايي قوماندانانو ته نور اضافي صلاحیت ورکړی دی.
دا ستراتېژي چې تېر اګسټ میاشت کې اعلان شوه، هدفیې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې ګټل دي.
د اسوشیټېد پرس خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې نوی میلادي کال پیل شوی، داسې ښکاري چې افغانستان په دې کال کې د ولسمشر ټرمپ د اجنډا په سر کې دی.
نوموړي د کال په لومړۍ ورځ په یو ټویټ کې پر پاکستان له دې کبله انتقادونه وکړل چې د هغو وسلهوالو پر ضد اقدامات نهدي کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.
نوموړي پاکستان په درواغو او فریب تورن کړ.
د جګړې په ډګر کې د تهاجمي عملیاتو سربېره د امریکا ولسمشر او ادارې یې پر پاکستان هم فشار زیات کړی، څو په خپله خاوره کې د حقاني شبکې په شمول د هغو وسلهوالو خوندي پټنځایونه لهمنځه یوسي چې په افغانستان کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف بریدونه تنظمیوي.
د منځني خیتځ لپاره د امریکا لوړپوړي پوځي قوماندان جنرال جوزف ووټل د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي، په داسې حال کې چې نړیوال ائتلاف د افغانستان هوايي ځواک او د اردو پر نورو برخو کار کوي، افغانان په بهتره جنګیالیو بدل شوي او کله چې د جګړې راتلونکی فصل پیل شي، دوی به د تهاجمي عملیاتو پر مهال د پام وړ وړتیا وښيي.