د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ووټل: تهاجمي عملیاتو ته د تیارۍ لپاره د افغان پوځ پر قطعو کار روان دی


د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، امریکايي سلاکارانو د افغان ځواکونو له کوچنیو قطعو سره کار پیل کړی، څو هغوی د وسله والو مخالفینو پر ضد پراخو تهاجمي عملیاتو ته چمتو کړي.

نوموړی قوماندان وايي چې له دې کار سره به په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې په ټپه ولاړ حالت بدل شي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال جوزیف ووټل
د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال جوزیف ووټل

جنرال ووټل چې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه په قوماندانۍ کې یې خبریالانو ته څرګندونې کولې، په عین حال کې ومنله چې په دې برخه کې نور کار ته هم اړتیا شته، خو ده خوشبیني وښوده چې د افغانستان په جګړه کې ځیني مثبت بدلونونه راغلي دي.

جنرال ووټل وویل چې د افغانستان په پوځ کې زاړه قوماندانان تقاعد کېږي او پرځای یې ځوانه رهبري راځي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونه دا مهال تر پخوا زیات پوځي عملیات کوي او ډېر کله په تهاجمي عملیاتو کې ښکېل وي چې په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې کموالی راغلی دی.

جنرال ووټل وویل، متحده ایالات اوس هم ډېره لیوالتیا لري چې په افغانستان کې د جګړې په ټپه ولاړ وضعیت بدل کړي او دا ټولې هڅې د همدې لپاره دي.

ده وویل، زه نه غواړم چې د بریالیتوب اعلان وکړم، خو فکر کوم ځیني اقدامات چې موږ کړي، مثبت دي

او موږ د افغانستان د جګړې د درېدلي حالت د ماتولو پر لور روان یوو.

د پوځي چارو کارپوه او د پوځ پخوانی جنرال، عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو کارپوه او د پوځ پخوانی جنرال، عتیق الله امرخېل

د پوځي چارو کارپوه او د پوځ پخوانی جنرال، عتیق الله امرخېل د کنډک په کچه د امریکايي پوځيانو سلامشورې په تېره د اکمالاتو په برخه کې مهمې بولي او زیاتوي:

"سوق او اداره د کنډک او له کنډکه په ټیټه کچه زموږ خپل افسران ښه کولای شي، ځکه هم تجربه لري او هم لیاقت، دوی څلور کاله په پوځي اکاډمۍ کې زده کړې کوي او کولای شي چې سوق او اداره ډېره ښه وکړي او افسران ښه وروزي، خو د اکمالاتو له نظره، په هغه ځای کې چې امریکايي سلاکاران وي، هلته اکمالات ډېر ژر کېدای شي، نو که سلاکاران د کنډکونو تر کچې وي، بد کار نه دی، ځکه د اکمالاتو په برخه کې موثریت لري."

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ تېره اوونۍ په کانګرس کې د څرګندونو پرمهال وویل، د ده په نظر د افغانستان د جګړې وضعیت لاهم په ټپه درېدلی، خو ډانفورډ او دفاع وزیر جیمز مټېس کانګرس ته ډاډ ورکړ چې افغانستان ته د اضافي پوځیانو استول او د افغان ځواکونو د ملاتړ زیاتول به، د دې وضعیت په بدلولو کې نتیجه ورکړي.

د امریکا د پوځ جګپوړي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې، پنټاګون افغانستان ته د شااوخوا درې نیم زرو اضافي سرتېرو د استولو پرېکړه کړې، څو د جګړې لوری بدل کړي.

د نوې ستراتیژۍ له مخې، امریکايي پوځي سلاکاران به د کنډکونو په کچه له افغان ځواکونو سره د سلا مشورو په برخه کې ګډ کار کوي، څو د وسله والو مخالفینو پرضد په جګړه کې، د افغان سرتېرو وړتیا لوړه شي.

جنرال ووټل وویل، دا سلاکاران به د افغان ځواکونو کنډکونه د راتلونکي کال د جګړې د موسم لپاره چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG