د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، که طالبان د سولې د خبرو لپاره جدي اراده ولري، نو په کابل يې د دفتر د خلاصېدو په وړاندې کوم جدي خنډ نهدی موجود.
ښاغلي عبدالله چې د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» يې په کابل کې په سیمهییزې حکومتوالۍ کې د ښځو د ګډون ملي کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې طالبانو سره د سولې بحثونه يوازې د نظر تر کچې دي او په دې اړه لا کوم عملي بحث نهدی شوی.
دی زیاتوي:
"دغه بحثونه د يوه نظر په حیث شوي، تردې مهاله په دې اړه کوم عملي بحث نهدی شوی، خو که يوه ورځ داسې راشي چې دوی د سولې د خبرو لپاره جدي لېوالتیا وښيي او ووايي چې موږ نه غواړو چې له هېواده بهر دفتر ولرو او د افغانستان په پلازمېنه کې د سولې خبرې کوو، نو زه فکر کوم د دې په وړاندې باید خنډ نهوي موجود."
ښاغلی عبدالله وايي، د سولې د خبرو لپاره هر وخت دروازې خلاصې دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه لېوالتیا نهده ښودلې.
د اجرائیه رئیس په خبره، د سولې خبرې د افغانستان د خلکو قرباني کول نه بلکه، دوی خپلو هيلو ته رسول دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي و چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره چمتو دي چې لکه د حزباسلامي په څېر طالبانو ته هم په کابل کې یو دفتر پرانېزي.
د دغې شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک ویلي، هر هغه مېکانیزم او پروسه چې د سولې د خبرو لپاره د وسلهوالو طالبانو لهخوا مطرح شي افغان حکومت ته د منلو وړ ده.
ولسمشر غني هم دا خبرداری ورکړی چې که طالبان افغانان وي، د سولې له پروسې سره دې یوځای شي که نه نو لهمنځه به یوړل شي.
د سولې شورا واګې یې باید بې طرفه خلکو ته ورکړې وای.
خو طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او د دغې ډلې مشر ملا هېبتالله د اختر په مناسبت په خپل یو پیغام کې له امریکا غوښتي و چې له طالبانو سره د مقابلې پر ځای دې له دغې ډلې سره د ډیپلوماټیکو لارو خپله ستونزه حل کړي.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د دفتر پرانېستنې د وړاندیز په غبرګون ازادي راډيو ته ویلي چې دوی د کابل له حکومته دفتره نه غواړي.
ښاغلی مجاهد د وسلهوالو طالبانو په پخوانۍ غوښتنه یعنې له افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټينګار کوي.
په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي، که د ملي يووالي حکومت د سولې لپاره جدي اراده ولري له وسلهوالو طالبانو سره سوله شونې ده.
د سیاسي چارو کارپوه رفیع الله کاکړ وايي، که د حکومت مشرانو د سولې لپاره اراده لرلای نو د سولې شورا واګې یې باید داسې کسانو ته سپارلي وای چې بې پرې او منځګړي وای.
دی وايي:
"که افغان حکومت د سولې په برخه کې جدي اراده لرلای او په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته لېواله وای او غوښتل یې چې ناراضه وروڼه د سولې پروسې ته راشي، نو د سولې شورا واګې یې باید داسې کسانو ته نه وای سپارلی چې کلونه-کلونه په جګړو کې ښکېل وو، د سولې شورا واګې یې باید بې طرفه خلکو ته ورکړې وای."
ښاغلی کاکړ وايي، که افغان حکومت غواړي په هېواد کې سوله راشي او جګړه پای ومومي د سولې په برخه کې دې پهخپلو تګلارو او پلانونو له سره کتنه وکړي او د شعارونو پرځای دې عملي اقدامات وکړي.
راپور: واصل وصال