د پکتیا د امنیه قوماندانۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو مرسته وشوه

په پکتيا کې د امنيه قومانداني وژل شويو او ټپيانو کورنيو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.

د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي حکم پر اساس د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د وروستي لوی بريد پر ۱۲۱ ملکي قربانيانو اووه ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دغو مرستو کې د ۲۳ شهيدانو او ۹۸ تنه ټپيانو وارثين شامل و چې د هر شهيد کورنۍ ته سل زره «‍۱۰۰۰۰۰» او هر ټپي ته پنځوس زره «۵۰۰۰۰» افغانۍ په نغدي ډول ورکړل شوې.

په ټولنيزه برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار دلبرجان ارمان، د افغان ولسمشر د خواخوږۍ مراتب له اغېزمنو کورنيو سره شريک کړل او د دوامداره پاملرنې د پام ژمنه يې وکړه.

دغه مرستې د پکتيا ولايت مقام کې پر هغو خلکو وېشل کېدلې چې د پېښې پرمهال په لومړني لېست کې شامل وو او ګڼ شمېر نور کسان چې له لېسټه پاتې وو هغوی سره د مرستو ژمنه وشوه، د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغه مرستې د وېشلو پرمهال وويل:

شمیم خان کټوازی

" ۲۳نفره ملکيان شهيدان وو او ۹۸ ټپيان وو د دې خلکو لپاره چې په لومړني لېسټ کې وو مرسته راغلې او هغه کسان چې له لېسټه پاتې دي د هغوی لپاره به په راتلونکي کې مرسته راشي او موږ هڅه کوو چې د دې خلکو لپاره د مرکزي حکومت څخه لازم مرستې ترلاسه کړو."

والي زياته کړه چې دوی په پکتيا کې خپلو لومړيتوبونو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي او خلکو ته پکار دي چې له ولايتي ادارې سره د بشپړې همکارۍ له مخې د وسله والو په مقابل کې ودرېږي.

کټوازي له مرسته کوونکو خلکو سره په خبرو کې وويل که ولسونه د حکومت همکاري ونه کړي وسله وال به په دوامدار ډول ټول ولس د تېرې پېښې په څېر د غم پر ټغر کېنوي او پکار دي چې د مخنيوي لپاره يې د ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ وشي.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ په بريد کې ځينې زخمي شوي کسان چې د خپلو مرستو ترلاسه کېدو په موخه د ولايت مقام دروازې ته راغلي وو او مرستې يې ترلاسه کړې وې خپله خوښي داسې څرګندوله:

"زما نوم ولي محمد د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی يم، دې تېره پېښه کې زه خپله زخمي وم او موږ له حکومته ډېر خوشاله يو او الله دې يې همداسې اباد لري زموږ لپاره يې قرباني ورکړه.

"زه صدراعظم نومېږم ورور مې رئيس خان وو چې په دې پېښه کې شهيد شوی او اوس يې د ماشومانو لپاره مرسته راسره کېږي او زه ډېر خوشاله يم چې په دې ژمي کې حکومت موږ ته پام وکړ."

د پکتیا مرګونې حمله.

وسله والو طالبانو د پکتيا په امنيه قوماندانۍ د روان لمريز کال د تلې يا مېزان مياشتې په ۲۳ نېټه بريد ترسره کړ چې په پايله کې يې ۲۰۳ تنه ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله واووښته خو تر دې مهاله د پېښې د روانو پلټنو او څېړنو په اړه حکومت څه نه دي ويلي.

راپور: داود تپان