د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

نذیر احمدزی: ځینې ادارې تر پېښو وړاندې د ملي امنیت ادارې معلوماتو ته پام نه‌کوي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د خونړیو پېښو له رامنځته کېدو وړاندې د ملي امنیت ادارې له‌خوا له اړوندو ارګانونو سره معلومات شریکېږي، خو ځینې ادارې ورته لازم پام نه‌کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ډېرو انتحاري او ‌ډله‌ییزو وسله‌والو حملو مخه نیول کېږي، خو په لاس کې له شته معلوماتو سره سره بیا هم مخالفین توانېږي چې خونړۍ حملې ترسره کړي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"د امنیت مسؤلینو ویل چې موږ امنیتي چارواکو ته معلومات ورکوو چې دا د امنیت دنده هم ده چې له پېښې وړاندې معلومات ترلاسه کړي چې دښمن پر دغه ځای حمله کوي او بیا یې له اړوندو ادارو سره شریکوي، له ډېرو واقعاتو وړاندې ملي امنیت خبر ورکړی وي، خو له بده مرغه بیا هم دا ډول پېښې رامنځته کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ، پکتیا، کابل، کندهار، غور او غزني ولایتونه د خونړیو انتحاري او وسله‌والو حملو شاهدان و چې له امله‌یې لسګونه ملکي او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښتله.

دفاع وزارت: د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

د پکتیا او غزني د ولایتونو د خونړیو حملو د وژل شویو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد

د دغو پېښو وروستۍ یې د شنبې په ورځ په کابل کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون پر منسوبینو انتحاري حمله وه چې د دفاع وزارت د راپور له مخې په‌کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون سره انتحاري حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

له دې یوه ورځ وړاندې د تېرې جمعې په ماښام په کابل او غور کې پر دوو مسجدونو د انتحاري حملو له امله لسګونه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

پر امام زمان جومات د حملې د انځورونو د لیدو لپاره دغه لېنک کېکاږې.

په کابل کې د امام زمان پر جومات د حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی، په غور کې په یوه جومات کې د انتحاري حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو د نورو ټولو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه اخیستی.

د پکتیا د پېښې انځور.
د پکتیا د پېښې انځور.

که څه هم له ډېرو هڅو سره سره په دې اړه د کورنیو چارو وزارت په نظر اخیستو ونه‌توانېدو، خو یوې باوري حکومتي سرچینې تائیده کړه چې د نېږدې ټولو انتحاري او وسله‌والو حملو په اړه له اړوندو ارګانونو او دولتي ادارو سره معلومات شریکېږي.

  • خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې د معلوماتو له شريکېدو سره سره بیا هم دغه ډول خونړۍ حملې رامنځته کېږي؟

د افغانستان دفاع وزارت وايي، کوم معلومات چې له دې وزارت سره شریکېږي په اړه‌يې خامخا اجراأت ترسره کېږي.

دولت وزیري
دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې هکله زه معلومات نه‌لرم، که چېرې دوی معلومات ورکړي، زه فکر نه‌کوم چې دفاع وزارت په‌کې اجراأت ونه‌کړي او که معلومات‌یې ورکړي، حتمي به‌یې اجراأت کړي وي."

پوځي کارپوه یوسف ځاځي د امنیتي سکټور د کار پر همغږۍ ټینګار کوي او وايي چې د وسله‌والو د حملو د مخنیوي لپاره باید هر ډول استخباراتي او کشفي معلوماتو ته لومړيتوب او ارزښت ورکړل شي.

خو دفاع وزارت وايي، نږدې هره ورځ د کورنیو چارو، دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړېږي او بیا وروسته د لوی درستیز په امر اجراأت کېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG