د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د حج او اوقافو وزارت: ځانوژونکي بریدونه په اسلام کې ځای نه لري


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې په جوماتونو حملې په هېڅ وجه له اسلامي قواعدو سره اړخ نه لګوي او عاملین یې هېڅ دین او مذهب ته درناوی نه لري.

دغه وزارت وايي چې د افغانستان او نړۍ دینې عالمان په دې مسئله توافق لري چې انتحاري حملې په اسلام کې ځای نه لري.

د دغه وزارت مرستیال او سرپرست داعی‎الحق عابد د شنبې په ورځ خبرې غونډې ته وویل چې په اسلام کې د ټولو مقدسو ځایونو پرخوندیتوب ټینګار شوی دی.

د ښاغلي عابد په خبره، د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه په دې مسئلې کار کوي چې څنګه د مقدسو ځایونو امنیت خوندي کړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال او سرپرست داعی‎الحق عابد
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال او سرپرست داعی‎الحق عابد

نوموړي زیاته کړه:

"د وروستیو حملو نه وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هر جومات لپاره حد اقل دوه سرتېري وګمارل، خو په دوو سرتېرو ستونزمنه ده چې د انتحارې حملې مخه دې ونیول شي او یاهم د جومات امنیت خوندي شي، د انتحاري حملو په اړه باید ووایم چې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټول اسلامي امت علما په دې اړه د نظر توافق لري چې انتحاري حملې په اسلام کې ځای نه لري."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې په دې ورستیو کې پر جوماتونو د وسله والو حملې زیاتې شوې دي.

په دوو تازه بېلابېلو انتحاري حملو کې چې د جمعې په ماښام په کابل او غور ولایتونو کې په جوماتونو کې رامنځ ته شوې، له امله لسګونه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د وروستیو معلوماتو له مخې، د کابل په امام زمان جومات کې د حملې له کبله ۵۶ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي او په غور کې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې هم په کابل او هرات کې پر جوماتو د حملو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.

له دې ټولو سره سره د حج او اوقافو وزارت د حسینیه وو مشر محمد اصف مصباح بیا وايي، دښمنان به هېڅکله د افغانستان د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ درز رامنځته نه کړي.

ښاغلي مصباح وویل:

"که دښمنان د دې تحلیل ولري چې دلته به مذهبي جګړو ته لمن ووهي او یاهم فقهي مذهبونه له یو بل څخه لېرې کړي، دا هیله به هغوی ګور ته یوسي."

د ښاغلي مصباح په خبره، په افغانستان کې باید ټول مېشت قومونه او د بېلابېلو مذاهبو پیروان د روانو دسیسو پر وړاندې یوځای ودرېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG