د لاسرسي لېنکونه

چارواکي: په پکتیا کې۲ انتحاريان هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شول


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي چې نن ماسپښین یوه بجه د یاد ولایت په مرکز د ګردیز ښار په کابل لین کې دوه انتحاري حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارمحمد تبسم ازادي راډیو ته وویل چې انتحاریانو هڅه وکړه، د پولیسو د تلاشۍ له پوستې و تښتي، خو پولیسو پرې ډزې وکړې او پدې سره په ځانمرګو پورې تړلو واسکټونو چاودنې وکړې.

نوموړی زیاتوي، د بریدګرو په تړاو له مخکې پولیسو سره د کشفي ادارو معلومات شریک شوي و.

د ده په وینا دواړه بریدګر چې په یو موټرسایکل سواره و، دوی پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله درې ملکیان ښاریان ټپیان شول، خو نور زیان يې نه دی رسولی.

د یادونې وړ ده، نږدې یوه میاشت مخکې د جون په اتلسمه هم شپږو انتحاریانو په ګردیز کې د سویل ختیز زون کې د پولیسو په قوماندانۍ انتحاري حملې کړي وې چې د چارواکو په وینا له ملکي وګړو سربیره خو اوشا شلو امنیتي منسوبینو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG