میلیونونه افغان ماشومان د ګڼو ستونزو له امله له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي

ناامني، ماینونه، د جګړو په لیکو کې ورڅخه استفاده، بې‌وزلي، خوارځواکي، له زده‎کړو محرومیت، بې‌سرپرستي، جنسي ځورونې، درانه کارونه او داسې نور هغه څه دي چې د میلیونونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

دې ستونزو ته په کتو د افغانستان په ډېرو سیمو په تېره بیا لویو ښارونو کې ماشومان درنو کارونو، سوال کولو او رنګا رنګ استفادې ته مجبور شوي دي.

د کابل د شهرنو په سیمه کې یوه مور چې فوزیه نومېږي له مجبورۍ یې د خپلو درېیو ماشومانو څخه په استفادې د سوال ځولې غوړولې.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

"زما سره درې ماشومان، یو هلک دوه نجونې دي. زه له مجبورۍ دلته راغلې یم، زما مجبوري دا ده چې هوا سړه ده ماشومان مې ګرم لباس نه‎لري، بوټان نه‎لري او په کور کې د خوراک څه نه‎لرو. موږ مجبور یو چې ټول راووځو او په دې ډول ژوند وکړو."

اغلې فوزیه وايي، د خپلو اولادونو په خیر ښېګڼه پوهېږي او له دې سره چې راتلونکي ته‌یې اندېښمنه ده مجبوره ده دوی له ځان سره له کوره وباسي.

دی وايي، د ماشومانو پلار یې په روانو جګړو کې قرباني شوی دی.

دا یوازې فوزیه نه‎ده چې د بشري حقونو د ټولو کنوانسیونونو خلاف ماشومان‌یې په کمکي عمر کې د سوال لپاره راویستلي او یا پرې کار کوي بلکې د افغانستان په لویو لارو او ښارونو کې ورته زرګونه نمونې شته.

د افغانستان د بشري حقونو د ماشومانو د برخې دفتر وايي، دا وخت شپږ نیم میلیونه افغان ماشومان له بې‌وزلۍ سره مخ دي.

له دې سره د درېیو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په افغانستان کې شااوخوا ۴۰ فیصده ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

له فقر، بې‌وزلۍ او نورو ستونزو ورهاخوا د افغان ماشومانو ښوونه او روزنه بله هغه ستونزه ده چې د ماشومانو د راتلونکي په اړه‌یې اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دغه هېواد شااوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده‎کړو محرومه دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل

د یاد وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډيو ته وویل:

"له نېکه مرغه د اوس لپاره زموږ ۹،۲۴ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، خو له بده مرغه درې نیم میلیونه ماشومان له زده‎کړو محرومه هم دي. د دوی د محرومیت یوازنی علت دا نه‎دی چې موږ ورته خدمات نه‎دي برابر کړي بلکې ناامني، اقتصادي ستونزې او کلتوري خنډونه دي چې دا ماشومان‌یې محروم کړي دي."

له دې ورهاخوا د افغان ماشومانو څخه د نشه‎یي موادو په قاچاق، د کانونو په کېندلو، بچه بازۍ او جنګ کې استفاده هغه موارد دي چې د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.

د افغانستان د نشه‎یي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، ۱۰۰ زره افغان ماشومان په نشه‎یي توکو روږدي دي.

د ماشومانو بد وضعیت افغان کورنۍ، ټولنه او افغانستان په کوم لوري بیولای شي؟

د دې تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په روان کال کې یې ۶۰ داسې موارد موندلي چې په امنیتي لیکو کې د شاملو ماشومانو څخه جنسي استفاده شوې ده.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه بیا د افغان ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د موجودیت ادعا ناسمه بولي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه بیا د ماشومانو د موجودیت ادعا ناسمه بولي.

د افغانستان د عدليې وزارت بیا روان کال د سرطان په میاشت کې دا ډول موارد د جزا په کوډ کې شامل کړل او په وینا یې له دې وروسته د بجه بازۍ فعل ته سزا تعیینه شوې ده.

له دې ورهاخوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې درې میلیونه افغان ماشومان په کار لګیا دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي ازادي راډيو ته وویل، د حکومت له ټولو هڅو سره سره دا یوه لوړه شمېره ده.

ښاغلی احمدزی زیاتوي:

"شااوخوا درې میلیونه ماشومان له کار او ستونزو سره مخ دي او د دغې ډلې څخه ۱،۲ میلیونه په درنو کارونو لګیا دي دا کمه شمېره نه‎ده بلکې باید پر وړاندې یې ډېر کارونه وشي."

خو له دې ټولو سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو راهیسې چې د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون غړیتوب‌یې اخیستی د ماشومانو د وضعیت یو راپور ملګرو ملتونو ته لېږلی دی.

د دغه کمېسیون د ماشومانو د حقونو مسؤل نجیب‌الله ببرکزي ازادي راډيو ته وویل:

"له هغه وخته چې افغانستان دا کنوانسیون لاسلیک کړی باید په هرو دوو کلونو کې یې ملګرو ملتونو ته د ماشومانو د وضعیت راپور لېږلی وی او له پنځو کالو وروسته بیا بل دوراني راپور خو دا کار نه‎دی شوی. دوی په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کې هم راپور نه‎دی لېږلی او یوازې یو راپور یې ورکړی دی."

افغانستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون غړیتوب اخیستی چې د قوانینو له مخې د دې کنوانسیون د موادو تطبیق پرې الزامي دی، خو لیدل کېږي چې افغان حکومت د هغې لپاره ډېر څه نه‎دي کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم مني چې د افغان ماشومانو د وضعیت ډېر راپورونه ملګرو ملتونو ته نه‌دي وړاندې شوي.

افغان ماشوم شاقه کار ته مجبور شوی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت‌الله احمدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټاکل شوې چې تر شااوخوا یوې میاشتې پورې په دې اړه یوه غونډه راوبلل شي او د ماشومانو د کنوانسیون اړوند دوهم او درېیم راپور جوړ او ارائه شي."

دی وايي، په دې راپور کې د افغان ماشومانو رښتینی تصویر وړاندې کېږي او افغان حکومت ۶۰ فیصده هغه سپارښتنې پوره کړي چې د کنوانسیون له مخې مکلف دی.

افغان حکومت سږ کال د ماشومانو د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ۱۰ ورځنی کمپاین په پام کې نیولی تر څو د ماشومانو وضعیت د ښه کېدو لپاره هر څوک لاس په کار شي.

  • خو د ماشومانو بد وضعیت افغان کورنۍ، ټولنه او افغانستان په کوم لوري بیولای شي؟

د اروا پوهنې استاد اسدالله کلیوال ازادي راډيو ته وویل، د افغان ماشومانو روان وضعیت افغانستان له هغه واټنه لیرې کوي چې ورته هڅې کېږي.

نوموړی وايي:

"د ماشومانو دغه اوسنی وضعیت په نورو ماشومانو او هم په غټانو ناوړه رواني اغېز کوي، نو که ماشومان سم ونه‌روزل شي او د دوی اړتیاوو ته پاملرنه ونه‌شي ښکاره خبره ده چې په راتلونکي کې به زموږ ټولنه هغه ځای ته چې موږ یې غواړو ونه‌رسېږي."

خو ښاغلی کلیوال ټینګار کوي چې د ماشومانو ژوند او د هغوی دیني او بشري حقونو ته پاملرنه کولای شي افغانستان ته د پرمختګ لوری ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ