د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

په جګړه کې د افغان ماشومانو نه د استفادې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د یو شمېر هېوادونو او استخباراتي سازمانونو له‌خوا په بېلابېلو جګړو کې له افغان ماشومانو، زلمکیو او ځوانانو نه د استفادې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو نه د استفادې په اړه یو مطلب چاپ کړی دی.

په مطلب کې راغلي، هغه ماشومان او زلمکیان چې په افغانستان کې انتحاري حملې کوي تر ډېره د قبایلي سیمو اوسېدونکي دي چې د «ای اېس ای» په افراطي سازمانونو پورې تړلي دي.

د مطلب د لیکوال په باور، له همدې امله «ای اېس ای» د پاکستان په قبایلي سیمو کې ګڼې مدرسې جوړې کړي چې په خبره‌یې د دغو مدرسو شمېر د پاکستان له عصري ښوونځیو څو چنده زیات دی.

د مطلب په دوام راغلي، په دغو مدرسو کې بې‌وزله او بې‌سرپرسته ماشومان په افغانستان کې د انتحاري حملو لپاره روزل کېږي.

په مطلب کې د داعش ډلې او طالبانو په اړه هم ویل شوي چې ماشومان د خپلو جنګي اهدافو لپاره کاروي او د ارزګان پېښه چې د څو تنو پولیسو تر څنګ یوه اووه کلنه ماشومه نجلۍ یې هم قرباني شوه د مثال په ډول راوستې ده.

په مطلب کې راغلي یادې ډلې دغه اعمال یوازې او یوازې د خپلو بادارنو د خوشحاله کولو او له هغوی نه د امتیاز اخیستلو لپاره کوي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، افغان ځوانان کولای شي چې د حرم د ساتونکو پر ځای د حریم ساتونکي واوسي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د یمن، سوریې او عراق جنګ ته د ایران دولت له‌خوا د افغانانو د لېږلو د مسئلې په تړاو د افغانستان حکومت او خلکو تل خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ایران د محرم په تاکتیکونو او د افغان ځوانانو له مذهبي احساساتو، محبوریتونو او اعتقاداتو نه په استفادې سره دوی په یادو هېوادونو کې خونړیو جګړو ته استوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ایران په ډېرې مک‌کارۍ سره د خپلې خاورې د ساتلو لپاره افغان ځوانان سپر کوي، خو په خبره‌یې په دغو جګړو کې د افغانانو ګډون د افغانستان لپاره په راتلونکي کې ډېر خطرناک ثابتېدلی شي.

XS
SM
MD
LG