د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

نظرپوښتنه: ډېری افغانان فکر کوي چې هېواد یې په سم لوري روان دی


د اېشیا فونډېشن د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې د هغو افغانانو شمېر زیات شوی چې فکر کوي افغانستان پر سم لوري روان دی.

ډېری هغو کسانو چې د اېشیا فونډېشن په نظرپوښتنه کې یې برخه اخیستې د افغانستان د راتلونکي په اړه تر پخوا یو څه زیاته خوشبیني ښودلې او فکر کوي چې هېواد یې پر سم لور روان دی.

دا نظرپوښتنه چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له لس زره کسانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ برابره شوې ده په تېرو ۱۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د راتلونکي په اړه د افغانانو په روحیه کې مثبت بدلون ښيي.

په سږنۍ نظرپوښتنه کې اېشیا فونډېشن د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د افغانستان د معارف او په تېره د نجونو د تعلیم مسئلې ته هم پاملرنه کړې او په خپل راپور کې وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ټولو زده‌کوونکو شمېر یوازې ۱۰ لکه و، په داسې حال کې چې اوس‌مهال ۷۸ لکه ماشومان چې په سلو کې نږدې ۴۰ یې نجونې دي ښوونځیو ته ځي او د هېواد د وګړو د عمر اوسط چې په ۲۰۰۰ کال کې ۴۵،۳ کاله و، اوس‌مهال ۶۰،۷ کلونو ته رسېدلی دی.

نظرپوښتنه: ښوونځیو ته د تلونکو زده‌کوونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
نظرپوښتنه: ښوونځیو ته د تلونکو زده‌کوونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

خو د نظرپوښتنې له مخې امنیتي ګواښونو او خراب اقتصادي وضعیت د راتلونکي لپاره د افغانانو پر امیدونو خورا ناوړه اغېز کړی او یو زیات شمېر کسانو یادونه کړې چې که موقع ورته برابره شي نو له هېواده به ووځي.

د اېشیا فونډېشن د افغانستان د څانګې مشر عبدالله احمدزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې د سږنۍ نظرپوښتنې نتیجې د تېرو کلونو په پرتله تر ډېره مثبتې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"که موږ سږنۍ موندنې له ۱۳۹۵ کال سره پرتله کړو نو په هره ساحه کې یو مثبت اړخ وینو، یوازې د هغو خلکو فیصدي سږ کال لوړه ده چې غواړي د یوه ښه ژوند په نیت افغانستان د بل ملک په قصد پرېږدي"

په افغانستان کې د اېشیا فونډېشن ۱۳مه نظرپوښتنه په داسې وخت کې خپرېږې چې د افغانستان یو شمېر سیاسي مشران او د ملي شورا ځیني غړي د روانو حالاتو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په دې ډله کې حتی د هېواد ځیني مخکښ سیاسي مشران لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د بلخ والي عطا محمد نور او ځیني نور شامل دي.

د ښاغلي کرزي پلویانو په روانه اوونۍ کې په یوه لویه غونډه کې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه او ښاغلي عطا څو ورځې مخکې په هرات کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د نظام د سقوط خبرداری ورکړ.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی وايي، د سیاسي مشرانو څرګندونې حتماً د ټولنې د واقعیتونو په معنی نه‌دي.

له ازادي راډیو سره په مرکه کې ښاغلي احمدزي د افغان حکومت له مشرانو څخه هم غوښتنه وکړه چې د انتخاباتي کمپاینونو د مهال پر ژمنو عمل وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00
مستقیم لېنک

د اېشیا فونډېشن نظرپوښتنه په داسې حال کې خپرېږي چې د وسله‌والو طالبانو په ګډون ترورېستي ډلو خونړیو حملو ته زور ورکړی او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړې ده.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

ډېری څارونکي په دې باور دي چې افغانستان په ځینو برخو کې له پرمختګ سره سره لا هم د سیمې خورا زیات ناامنه هېواد دی او وضعیت‌یې خورا نازک دی او د ترورېستي حملو د شمېر له پلوه له عراق وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی، نو په داسې حالاتو کې ایا د اېشیا فونډېشن نظرپوښتنه ډېره خوشبینانه نه‌ده؟

د اېشیا فونډېشن د افغانستان د څانګې مسؤل ښاغلی احمدزی دې پوښتنې ته ځواب وايي:

"دا چې سیاسیون خپله اجنډا او خپل سیاسي دریځ په څه شکل تنظیموي هغه د دوی د خپلو سیاسي لومړیتوبونو پر بنسټ وي، خو څه چې زموږ سروې ښيي لږ تر لږه له سیاسي دریځونو سره نشو پرتله کولای ځکه زموږ په نظرپوښتنه کې له خلکو پوښتنې شوې دي، کېدای شي چې حالات به په ځینو برخو کې یا مثبت وي یا منفي، خو موږ په دې راپور کې هغه څه ځای کړي دي چې د خلکو برداشت دی."

اېشیا فونډېشن له ۲۰۰۴ کال راهیسې هر کال د افغانستان په اړه نظرپوښتنې کړي او په دې ترڅ کې یې له څه باندې ۹۷ زره خلکو سره چې ښځې او نارینه په‌کې شامل دي مرکې کړي.

دې معتبرې نړیوالې مؤسسې په خپلو نظرپوښتنو او راپورونو کې په افغانستان کې د امنیت، اقتصاد، حکومتوالۍ، عامه خدماتو، انتخاباتو، رسنیو، د ښځو د حقونو او مهاجرت په اړه کره او بې‌ساري معلومات خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG