د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د لوږې د ختمولو د ارزونې ستراتېژیکه کمېټه: ۴۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي


په افغانستان کې د لوږې د ختمولو د ارزونې ستراتېژیکه خپلواکه کمېټه وايي، د دغه هېواد ۴۰ سلنه خلک له لوږې سره مخ دي.

دغه کمېټه وايي، تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په ټوله نړۍ کې د لوږې ختمول، د ملګرو ملتونو په ۱۷ ګونو هدفونو کې شامل دي او له همدې امله دوی د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې، یوه ستراتېژیکه ارزونه ترسره کړه.

د دغې کمېټې مسؤل هدایت امین ارسلا د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶»په یوې خبري ناسته کې وویل، دغه ستراتېژیکه ارزونه د ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته ترسره شوې او په کار ده چې د موندنو د عملي کولو په اړه‌یې ګامونه پورته او د دغې ستونزې د ختمولو لپاره ټول دولتي او نړیوال بنسټونه هڅې وکړي.

هدایت امین ارسلا
هدایت امین ارسلا

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ کاري ډلې له افغان حکومت، وزارتونو، خصوصي سکټور، نړیوالې ټولنې او نړیوالو مؤسسو سره یوځای هڅې وکړې څو یوه عمومي مطالعه وکړو چې په افغانستان کې د لوږې وضعیت څنګه دی او څنګه کولای شو، دغه لوږه ختمه کړو، موږ په هغې لوږې تمرکز وکړ چې فیصدي یې له ۳۵ نه تر ۴۰ پورې ده."

د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې د ارزونې دغه ستراتېژیک پروګرام، کال مخکې د ملګرو ملتونو د سازمان په نوښت، پیل شوی چې د خوړو د خوندیتوب اوسنی وضعیت په‌کې ارزول شوی دی.

د لوږې ختمول د ملګرو متلونو د ۱۷ ګونو هدفونو، د تلپاتې پراختیايي پروګرام «اېس. ډي. جي ۲» دوهم پروګرام دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ لپاره اعلان شو.

د لوږې د ختمولو د ارزونې د ستراتېژیکې خپلواکې کمېټې د غړو په ناسته کې، د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر، د عامې روغتیا د وزارت مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او د خوړو د نړیوال سازمان استازي حاضر وو.

دغې کمېټې سپارښتنه وکړه چې د لوږې د ختمولو موضوع دې په لومړیتوبونو کې ځای شي، د بېلابېلو ادارو ترمنځ دې همغږي رامنځته، عواید دې زیات او له بې‌وزلۍ سره دې مبارزه شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم وویل، د هېواد په سلو کې ۴۰ ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، خو ویې‌ویل چې هڅې کوي دغه کچه راټیټه کړي.

د اسیا لپاره د خوړو د نړیوال سازمان یا «دبلیو. اېف. پي» استازي ډېوېډ کترود د ماشومانو د خوارځواکۍ او د لوږې پر ختمولو ټینګار وکړ او ډاډ یې هم ورکړ چې په دې برخه کې به له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

فرخنده زهرا نادري
فرخنده زهرا نادري

د ولسمشر سلاکارې او د دغې کمېټې غړې فرخنده زهرا نادري د لوږې او د ماشومانو د خوارځواکۍ د لاملونو په اړه وویل:

"څرنګه چې مخکې هم وویل شول، ۴۰ فیصده اوس هم لوړه شمېره او جدي موضوع ده، یو دلیل چې موږ ونه‌توانېدو، هغه د پروګرامونو د همغږۍ نشتوالی دی، زه خوښېږم چې په دې برخه کې هڅې وینم."

دا ارزونې په داسې حال کې کېږي چې مخکې له دې د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي وو چې اوس هم د افغانستان ۴۰ فیصده خلک، د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د لوږې د ختمولو د ارزونې ستراتېژیکه خپلواکه کمېټه وايي، له لوږې سره مبارزه، په دې برخه کې راتلونکې پانګونه او د لوږې د ختمولو د پروګرام بیا کتنه به مرسته وکړي چې د افغانستان ټول خلک کافي خوړو ته لاسرسی ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG