د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د افغانانو لپاره د غذايي رژیم ملي لارښود جوړ شو


د افغانانو لپاره د غذایي رژیم د ملي لارښود د تطبیق بهیر نن (یکشنبې) پیل شو.

د افغانانو د غذایي رژیم ملي لارښود په داسې حال کې چمتو شوی دی چې تغذیوي ستونزو په دغه هېواد کې د مړینې کچه لوړه کړې او خلکو ته یې ګڼې روغتیایي ستونزې رامنځ ته کړي دي.

د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې خوارځواکي په افغانستان کې د ناسم خوراکي سیسټم یو له ناوړو نتیجو څخه ده چې په دغه هېواد کې شاوخوا لس فیصده ماشومان ورباندې اخته دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د یکشنبې په ورځ د غذایي رژیم د ملي لارښود په پرانیست غونډه کې وویل چې دا ملي لارښود د افغانانو امکاناتو او اړتیاوو ته په کتو چمتو شوی دی.

"دا لارښود د ساینس او علم پر اساس جوړ شوی دی. د سیمې د هېوادونو تجربې په کې په نظر کې نیول شوي دي او د افغانانو اړتیاوې او د هغوی مادي او معنوي امکانات په کې په نظر کې نیول شوي دي."

ښاغلی فېروز همدا راز وویل چې د زړه ناروغۍ؛ دیابت یا شکر، چاغښت، د وینې فشار او داسي نورې ستونزې د ناسم او غیر متوازن خوراکي رژیم له نتیجو څخه دي.

د غذایي رژیم دغه ملي لارښود د افغانستان د عامې روغتیا؛ کرنې او اوبو لګولو، ښونې او روزنې وزارتونو له خوا د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د سازمان په مالي مرسته چمتو شوی دی.

په دغه لارښود کې دا راغلي چې افغانان باید په خپلو ورځنیو خوراکي موادو کې کوم خواړه او په کومه اندازه وخوري.

د تغذیوي لارښود له مخې چې د افغانانو په ورځینو خوراکي موادو کې پروټین لرونکي خواړو؛ سبزیجاتو، مېوې، غله دانې، لبنیاتو او داسې نورو ګټورو موادو ته باید ځای ورکړل شي.

د هدغه لارښود په پرانیست غونډه کې د ښونې او روزنې وزیر اسد الله حنیف بلخي وویل چې په ښونځیو کې د دغه لارښود عملي کول به وکړای شي چې د زده کوونکو پر زدړه کړو مثبته اغېزه وکړي.

اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د سازمان مسوول "تومیو شیچیري" وویل چې د غذایي رژیم د لارښود په عملي کېدو سره به په افغانستان کې خوارځواکي او لوږه را کمه شي:

"زه په دې باور یم چې د غذایي رژیم ملي لارښود له عملي کېدو او ویشل کېدو سره به د افغانان تر منځ د تغذیې په برخه کې روزنه او روغتیا وده وکړي. دا به په افغانستان کې خوارځواکي او لوږه را کمه کړي."

نوموړی همدا راز وایي چې خوارځواکي په نړۍ کې تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړینې یوه پر درېیمه برخه جوړوي.

د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا دېرش فیصده خلک خوراکي مصوونیت نه لري او په همدې شمېر کې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG