د پاکستان پوځي مقامات وايي، افغان پولې ته څېرمه د باجوړ اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې په وسلهوال برید کې پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر «ISPR» د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې ویلي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ شوې او زیاتوي چې وسلهوالو په باجوړ کې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې د یوه افسر په ګډون ۲ پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنۍ بیا د پوځ د یاند په حواله وايي چې په دغې نښته کې د پوځ د ځوابي ډزو په نتیجه کې له ۸ تر ۱۰ وسلهوال بریدګر هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور په ټپي حالت کې بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي.
د پوځ مطبوعاتي دفتر همدا شان ادعا کړې چې پاکستان پر افغان خاوره د امنیت د نشتوالي له امله ستر تاوان ورکوي او ټینګار یې کړی چې ټولې خواوې دې پر غاړې د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او په افغانستان کې دې د ترهګرو مرکزونه لهمنځه یوسي.
په دغې نښته کې د پوځ د ځوابي ډزو په نتیجه کې له ۸ تر ۱۰ وسلهوال بریدګر هم وژل شوي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې افغان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې د پاکستانیو ځواکونو پر پوستو دوهم برید دی چې پوځیانو ته پهکې مرګ ژوبله اوړي او پوځي چارواکي وايي چې وسلهوال پرې دغه بریدونه له افغان خاورې کوي.
که څه هم د افغانستان حکومت لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ د دغې ادعا په اړه چې ګنې وسلهوال بريدګر له افغانستانه وراوښتي څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دا ډول تورونه بېبنیاده بللي دي.
پوځي چارواکي په داسې وخت کې په باجوړ کې پر خپلو پوستو له افغان خاورې د وسلهوالو د برید ادعا کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې پر کرښه د اغزن تار لګول پيل کړي چې لا هم روان دي او موخهيې پر یاده کرښه د وسلهوالو د تګ راتګ مخنيوى یادوي.
د یادونې وړ ده چې که څه هم په باجوړ اېجنسۍ کې پر پاکستانيو پوځیانو د دغه برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی، خو تر دې مخکې د دې ډول بریدونو مسؤلیت ډېری وخت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي.
راپور: ذبیح مومند