د لاسرسي لېنکونه

په باجوړ ایجنسۍ کې ماین چاودنې ۳ کسان وژلي او ۲۶ ټپیان کړي


افغان پولې ته څېرمه د باجوړ ایجنسۍ د قبایلي سیمې په چارمنګ کې د ملکي وګړیو پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادې ایجنسۍ خايي دولتي چارواکي وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته د باجوړ د ناوګۍ تحصیل د چارمنګ په مټاک سیمه کې شوې چې لږ تر لږه ۳ کسان یې وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملکیانو بس د سړک پر غاړه پر یوه ځای پر ځای شوي بم وروخوت چې په نتیجه کې زوروره چاودنه وشوه.

د باجوړ ایجنسۍ یوه ځايي دولتي چارواکي مصطفی خان له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه چاودنه کې د ۳ کسانو د مړینې و د ۲۶ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

یوه بل دولتي چارواکی انور الحق بیا وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره د باجوړ ایجنسۍ د ناوګۍ او خارنزدې دولتي روغتونونوته وړي چې د ځینو روغتیايي وضعیت مرګونی او د تلفاتو د زیاتېدو وېره ښيي.

باجوړ ایجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې له ډېرې مودې راهیسې پکې د تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې وسله والې ډلې فعالیت کوي.

که څه هم پاکستاني پوځیانو په دغه ایجنسۍ کې څو کاله وړاندې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړل، په دې وروستیو کې په باجوړ ایجنسۍ کې پر امنیتي ځواکونو، قبایلي او د امن لښکر پر مشرانو وسله وال بریدونه یو ځل بیا ډ‎ېر شوي دي.

په قبایلي سیمو کې دغه ترهګریز بریدونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې د پاکستان پوځي مقاماتو د روان کال په فبرورۍ کې د قبایلي سیمې په ګډون په ټول هېوادکې د پټو ترهګرو او د هغوی د سهولتکارانو پر ضد د رد الفساد په نامه عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي او د پراخو بریاوو ادعا پکې کوي.

د یادونې وړ ده چې په باجوړ ایجنسۍ کې د ملکیانو پر موټر د بمي چاودنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، نو تر دې مخکې ددې ډول بریدونو مسؤلیت ډېری وخت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیسته.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG