د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پاکستان ته ځي.
ټېلرسن ویلي چې پاکستان ته په ننني سفر کې به د هغه هېواد چارواکو ته د امریکا د مشخصو وړاندیزونو پر اساس، ووايي چې د وسلهوالو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
ټېلرسن پرون دوشنبه په افغانستان کې هم له چارواکو سره پر دې او نورو مهمو سیمهييزو مسئلو غږېدلی دی.
هغه خبریالانو ته وویل چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ یو هدف له وسلهوالو طالبانو د پاکستان د ملاتړ ختمول دي.
رکس ټېلرسن وویل:
"موږ له پاکستانه مشخصې غوښتنې کړي چې د وسلهوالو طالبانو او په هغه هېواد کې د نورو ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي. څرنګه چې موږ ویلي، په ستراتېژۍ کې دا شرط لومړیتوب لري. له دې امله به له پاکستان سره زموږ روابط، د اسلاماباد پر هغو اقداماتو مشروط وي چې زموږ لپاره د مهمو مسئلو په برخه کې یې کوي."
د امریکا د نوې ستراتېژۍ یو هدف له وسلهوالو طالبانو د پاکستان د ملاتړ ختمول دي.
رکس ټېلرسن زیاته کړه چې واشنګټن پر پاکستان شرط ایښی چې وسلهوال طالبان د کابل له حکومت سره مذاکرو ته حاضر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، پاکستان ته ښايي چې په خلاصو سترګو وضعیت او هغو ترورېستي ډلو ته وګوري چې هلته فعالیت کوي یا خوندي ځایونه لري.
افغانستان ته د رکس ټېلرسن سفر مخکې له مخکې نهو، اعلان شوی.
هغه په کابل کې ټينګار وکړ چې حکومت بهیې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره، د خپلې ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره له خپله ټوله زوره کار واخلي.
په دې کتنه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي، د امریکا نوې ستراتېژۍ د سیمې پر وضعیت مثبت اغېز کړی او د امریکا شریکان هم باید خپل مسؤلیتونه، په رښتیني ډول ترسره کړي.
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د سولې د ټینګولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي، په افغانستان کې د سولې ټینګېدل به د پاکستان لپاره هم د با ثباته راتلونکې ډاډ پیدا کړي.
رکس ټېلرسن وویل:
"ولسمشر دونالد ټرمپ واضح کړې چې موږ به تر هغو چې د سولې او ثبات له ټینګېدو ډاډه شو، دلته پاتې کېږو. دا تعهد محدود نهدی، خو ولسمشر واضح کړې چې د سپین چک مفهوم هم نهلري."
د امریکا ولسمشر د اګسټ په ۲۳مه نېټه د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې جنوبي اسیا لپاره د خپل حکومت ستراتېژي اعلان کړه او ویېویل چې پاکستان هغو ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې د امریکا پر ملکي وګړو، عسکرو او ګټو حملې کوي.
ټرمپ همداراز پر هند غږ وکړ چې د اقتصادي او پراختیايي پروژو پر مټ په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تر تګ وروسته هند ته ولاړ شي او د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې نظر له هندي چارواکو سره وغږېږي.
امریکا تېر کال پر پاکستان د «F-16» جنګي جټ الوتکو پلورل بند کړل او پوځي مرستې یې ورسره محدودې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن، څه موده مخکې خبرداری ورکړ چې که پاکستان خپل دریځ بدل نهکړي، د امریکا مرستې به ورسره بندې شي.
ټېلرسن پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل، امریکا د افغانستان په څېر د پاکستان د راتلونکي او ثبات په اړه هم اندېښمنه ده، له پاکستان سره د امریکا د همکارۍ تعهد مشروط دی او اسلاماباد ته په سفر کې به دا خبره یو وار بیا پاکستاني چارواکو ته واضح کړي.