د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی


رکس ټېلرسن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له لوړ پوړو افغان چارواکو سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې امریکا به د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره له ټول قوت څخه کار واخلي.

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې رکس ټېلرسن نن دوشنبه له غرمې مخکې د ولسمشر غني په ګډون، له لوړ پوړو افغان چارواکو سره په کتنه کې دغه موضوع مطرح کړې ده.

د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ناسته په ارګ کې ترسره شوه چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او نور چارواکي پکې حاضر وو.

خبرپاڼه وړاندې لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو په استازیتوب رکس ټېلرسن ته د ستراتیژۍ د عملي کېدو په برخه کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سیمې او په ځانګړې توګه، د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو د ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې د عملي ګامونو د اخېستلو غوښتنه مطرح کړه.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د امریکا ستراتیژۍ ته په اشارې سره ویلي چې ګاونډي هېوادونه باید رامنځته شوی فرصت درک کړي او د ثبات په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

کابل ته د رکس ټېلرسن سفر په داسې حال کې کېږي چې افغانستان خونړۍ اوونۍ شاته پرېښوده.

تېره او همدا روانه اوونۍ د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفیونو په خونړیو حملو کې لسګونو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پخواني معلومات:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

ښاغلی ټېلرسن نن دوشنبه له غرمې وروسته د قطر له پلازمېنې دوحې کابل ته راغی.

ویل کېږي چې ښاغلی ټېلرسن له افغان مشرانو سره لیدلي او د وروستیو پېښو، له ترورېزم سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې کړي دي.

ښاغلي ټېلرسن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد خنیف اتمر سره په لیدنو کې د افغانستان لپاره د امریکا د اعلان شوې ستراتیژۍ پر تطبیق ټینګار کړی دی.

سرچینې کابل ته د رکس ټېلرسن سفر تائیدوي او راپورونه وايي چې ښاغلي ټېلرسن له ولسمشر غني سره لیدلي دي.

رکس ټېلرسن تېره شنبه ریاض ته تللی و او ویل کېده چې نوموړی به منځني ختيځ او د اسیا جنوب ته په شپږ ورځني سفر کې قطر، هند او پاکستان ته هم ولاړ شي.

د نوموړي په دغه شپږ ورځني سفر کې افغانستان ته د سفر په اړه څه نه وو ویل شوي.

نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG