د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

ولسمشر غني او نرېندرا مودي به پر مهمو سیمه‎ييزو مسئلو خبرې وکړي


ولسمشر غني په ډېلي کې د هندي چارواکو له هرکلي سره مخ شو
ولسمشر غني په ډېلي کې د هندي چارواکو له هرکلي سره مخ شو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه سهار د هند نوې ډېلي ته ورسېد.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، نجیب ازاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره پر مهمو سیمه‎ييزو مسئلو خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، نجیب ازاد
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، نجیب ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"جمهور رئیس به هلته له نرېندرا مودي، د هندوستان له جمهور رئیس رام نات کووېند او د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره ځانګړي ملاقاتونه ولري. په دې ملاقاتونو کې به پر دوه اړخیزو تعهداتو چې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوي، خبرې وشي. په دې خبرو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تجارت، امنیت او نورو سیمه‎ییزو مسئلو، یعنې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه نظرونه تبادله شي."

د ښاغلي ازاد په وینا، هند ته د جمهور رئیس دا سفر د نرېندرا مودي په بلنه پلان شوی دی.

د هندي مطبوعاتو په حواله، د هند صدراعظم به له ولسمشر اشرف غني سره چې د سیمې په کچه، د نوې ډېلي له مهمو ستراتېژیکو شریکانو دی، پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‎ييز امنیت په جزئیاتو خبرې وکړي.

انډیا ټوډې ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني به همداراز په نوې ډېلي کې د وېوېک انندا نړیوال بنسټ یوې غونډې ته وینا وکړي.

د هند د خارجه چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني به د خارجه چارو له وزیرې سوشما سواراج سره د هند او افغانستان ترمنځ د "پراختیا نوی شراکت" پر پروګرام، د سولې پر هڅو، سیمه‎ییز امنیت، له ترورېزم سره پر مبارزه، ثبات او پراختیايي پروژو هم خبرې وکړي.

ولسمشر غني به همداراز په نوي ډېلي کې د وېوېک انندا نړیوال بنسټ یوې غونډې ته وینا وکړي.

هند ته د ښاغلي غني سفر په داسې وخت کې کېږي چې څو ورځې مخکې د صدراعظم نرېندرا مودي د ملي امنیت سلاکار کابل ته تللی و.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني هم نوې ډېلي ته سفرونه وکړل.

سره له دې چې د جمهوري ریاست سرچینې سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن سفر هند ته د ولسمشر غني له سفر سره په ارتباط کې نه‌ګڼي، خو هند ته د ولسمشر غني تر سفر لنډ وخت وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم هند ته ولاړ شي.

رکس ټېلرسن به هم له هندي چارواکو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړي او د امریکا د حکومت د نوې ستراتېژۍ پر اساس به بیا له هنده وغواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي پروژو په مټ په هغه هېواد کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

هند په وروستیو ۱۶ کلونو کې له افغانستان سره د تقریباً درې میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG